د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو امر: له خپلو کتابتونونو غیرحنفي فقهي کتابونه لرې کړئ


ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې له خپلو کتابتونونو څخه د شیعه مذهبو او یو شمېر نورو کتابونو په ګډون غیرحنفي فقهي کتابونه لرې کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان ټولو خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د خپلو کتابتونونه څخه غیرحنفي فقهي او یو شمېر نور کتابونه لرې کړي.

په هېواد خصوصي پوهنتون کې استاد او د دغه وزارت د ارشاد او دعوت ریاست مسوول میر ظفرالدین انصاري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته د دې مکتوب کره‌والی تایید کړ چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته رسېدلې او په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه مکتوب شاوخوا درې ورځې مخکې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له خوا د خصوصي پوهنتونونو له کتابتونونو څخه د شيعه ګانو، حزب التحرير، سلفي، وهابيانو او د جمهوریت دورې اړوند ځينو کتابونو د راټولولو په تړاو صادر شوى دى.

د نوموړي په ټکو، ښايي د دې کتابونو پر ځای سیرت نبوي او د دې ریاست په مشورې یو شمېر نور کتابونه ځای پرځای شي او که څوک له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي، مجازات به شي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په اغلب ګمان، چې یو هیئت هم ګومارل شوی څو د دې مکتوب د تطبیق لپاره له خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه څارنه وکړي چې که دا کتابونه یې له کتابتونونو لرې کړي وي، خو ښه که یې نه وي لرې کړي دوی ته به یا مهلت ورکړي او یا به مجازات شي چې ولې يې د وزارت څخه لېږل شوی رسمي مکتوب نه دی عملي کړی."

یوه میاشت وړاندې هم د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا د افغانستان ټولو دولتي پوهنتونونو ته ورته لیک استول شوی و.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر محصلان د طالبانو حکومت د دغه پریکړې په غبرګون وايي، دا بندیزونه به د دوی د زده کړو ساحه محدوده کړي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصل، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "د نورو مذهبونو او اديانو کتابونه دې نه ټولوي ځکه چې د زده کړو هغه کچه چې موږ غواړو د نورو مذهبونو په اړه ولرو هغه محدودېږي او موږ غواړو چې د افغانستان د بېلابېلو مذهبونو ټولګیوال سره یو ځای واوسو."

خو پوښتنه دا ده چې دا ډول سیاست تر کومه حده په افغانستان کې د مذهبي تنوع او علمي ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنې رامنځته کولای شي؟

ايا د پوهنتون له کتابتونونو څخه د شيعه ګانو او نورو مذهبي لږکيو د ديني کتابونو ټولولو په افغانستان کې پر شيعه مذهب يو مستقيم بريد نه ګڼل کېږي او د شيعه وګړو د ګوښه کولو او مذهبي ترینګلتیا لامل به نه شي؟

دیني عالم قاري عیسی محمدي وايي چې د افغانستان په تاریخ کې هېڅ ډول مذهبي اختلاف نه دی لیدل شوی او شیعه ګانو او سنیانو ته یو شان کتل شوي.

د نوموړي په وينا، د مذهبي اختلافاتو رامنځته کول د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناک ثابتېداى شي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "په اسلام دین کې تحمیل نه شته، ظلم او تحمیل غیرشرعي او غیرقانوني کار دی هغه څه چې طالبان یې سر ته رسوي له بده مرغه افغانستان لپاره خطرناک دي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم د طالبانو حکومت له خوا د اکادمیکو او مذهبي ازادیو د محدودولو یو شمېر کړنې، له نړیوالو نیوکو سره مخ شوې دي.

د امريکا نړيوال کمېسیون څو مياشتې وړاندې، په خپل راپور کې ويلي وو، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ځينو فرمانونو او مکتوبونو په صادرولو، په سيستماتيک ډول د هغه کسانو په ګډون چې له اسلام څخه بل تفسیر لري، د ټولو افغانانو مذهبي ازادي محدوده کړې او د سني مذهب سخت تفسیر تطبيقوي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په افغانستان کې د ٢٠٢١ کال په دوبي کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ډېر مذهبي محدودیتونه، په تېره بیا پر شیعه ګانو لګولي، هغه څه چې طالبان یې تل ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG