د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

یو شمېر فعالانې: طالبان د مجرمینو پر ځای د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې بندیانوي


تصویر له ارشیفه، په کابل کې یو شمېر ښځینه بندیانې
تصویر له ارشیفه، په کابل کې یو شمېر ښځینه بندیانې

د طالبانو د حکومت له‌خوا د تاوتریخوالي د قرباني ښځو د بندیانولو په اړه د یوناما له راپور وروسته د «شنبه‌های ارغواني خوځښت» د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د طالبانو حکومت له جنسیتي تاوتریخوالي څخه د ملاتړ په پلمه ښځې بندیانې کړي.

د دغه حرکت غړې چې د بلخ، تخار او غزني په سرپټو ځایونو کې یې اعتراضي غونډې کړي ادعا کوي چې د طالبانو په زندانونو کې ښځینه بندیانې رواني او فزیکي ځورول کېږي.

دوی وايي، د هغو ښځو وضعیت اندېښمن کړي چې د امن کور پر ځای زندان ته اچول کېږي.

مبارکه اکبري چې د شنبه‌های ارغواني خوځښت غړې ده، په یوه ویډیو کې چې رسنیو ته یې استولې وايي، د تاوتريخوالي قرباني ښځې زنداني کول، د طالبانو د ناسم چلند ښکاروندويي کوي.

هغه زیاتوي:

"آيا د مجرمانو په څېر د تاوتريخوالي قرباني شوې ښځې په زندانونو کې اچول، د ښځو پر وړاندې يو ډول تاوتريخوالى نه‌دى؟ د طالبانو دا کړنې دا په ډ اګه کوي چې هغوى د ښځو د ځپلو لپاره له هيڅ جرم، نا انساني او نا منطقي چلند څخه درېغ نه‌کوي."

زهرا چې له غزني ولایت د دغو اعتراض کوونکو د ډلې یوه بله غړې ده، وايي:

"آیا دا منطقي او قانوني ده چې د مجرمانو پر ځای د تاوتریخوالي قرباني ښځې په زندانونو کې اچول کېږي، دا څنګه د شريعت پلي کول او اسلامي حکومت دی چې د مجرمینو پرځای قربانيان زنداني شي؟"

تصویر له ارشیفه: یوناما هم ویلي چې طالبان د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې د امن کورونو پر ځای په زندانونو کې ساتي
تصویر له ارشیفه: یوناما هم ویلي چې طالبان د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې د امن کورونو پر ځای په زندانونو کې ساتي

په ورته وخت کې د دغه خوځښت یوه غړې معروف آرین وايي، ملګري ملتونه باید اساسي حل‌لارې ومومي او د ښځو د زنداني کېدو مخه ونیسي.

هغه وايي:

"موږ باور لرو چې د دغو راپورونو خپرول په حقیقت کې د دین او شریعت په نوم د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو د یوې ډېرې وړې برخې افشا کول دي چې باید ودرول شي او ملګري ملتونه باید د اعلامیو په خپرولو بسنه ونه‌کړي، بلکې د عملي ګامونو په پورته کولو او د اعتراضي خوځښتونو سره په مشوره دې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ځینو رسنیو ته ویلي، چې دغه ښځې په زندان کې نه بلکې په توقيف خونو کې ساتل کېږي او د دوی حکومت امن کورونو ته د بیا فعالیت اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) تېره اوونۍ پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي و چې، د طالبانو حکومت هغه ښځې چې له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي زندانونو ته لېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځینه قربانیانو لپاره مخکیني « امن کورونه» تړل شوي او ښځینه پناه ور وړونکې یې زندانونو ته لېږدول شوې دي
د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځینه قربانیانو لپاره مخکیني « امن کورونه» تړل شوي او ښځینه پناه ور وړونکې یې زندانونو ته لېږدول شوې دي

خو په افغانستان کې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ مخکې یو شمېر هغو مېرمنو چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې امن کورونو ته پناه وړې وه ازادي راډیو ته ويلي وو، اوس له زیاتو ستونزو سره مخ دي خو بل ځای نه‌لري چې دوی لاړې شي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا تازه په دې تړاو ویلي ، طالبان باید دا بهیر ودروي او هغه ښځې چې په هره بهانه یې زندانونو کې بندیانې کړي خوشې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG