د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پر پوځ خونړی برید؛ ۲۳ پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي


د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر
د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر

د پاکستان پوځ وايي چې پر سرتېرو یې نن سهار وختي د ډېره اسماعیل خان په درابند سیمه کې برید وشو.

له جنوري میاشتې راهیسې دا د پاکستان پر پوځ تر ټولو خونړۍ حمله ده.

د درابند د پولیسو مشر محمدعدنان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې نن سهار وختي لومړی وسله والو په چاودېدونکو موادو بار ټرک د پولیسو تاڼې ته دننه کړ او وایې لوزاوه.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې له چاودنې وروسته شپږ تنه وسه وال تاڼې ته ننوتل او د څلورو ساعتونو لپاره یې نښته وکړه.

په بیان کې راغلي دي چې په چاودنه کې د تاڼۍ د ودانۍ یوه برخه هم نړېدلې ده.

ویل کېږي چې پوځي ځواکونو له دې تاڼې څخه د خپل مرکز په توګه کار اخیست.

د پولیسو سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې په نښته کې شپږ واړه بریدګر هم وژل شوي دي.

پوځ په یوه جلا بیان کې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۲۷ وسله والو د وژلو خبر هم ورکړی دی.

د درابند د پولیسو د تاڼې مشر ذیشان اقبال مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې پوځ د استخباراتې معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته غوښتل په سیمه کې عملیات وکړي.

ډېره اسماعیل خان کې یو شمېر پاکستاني ځواکونه
ډېره اسماعیل خان کې یو شمېر پاکستاني ځواکونه

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د سیمې د پولیسو د یو بل مشر کمال شاه له قوله راپور ورکوي چې وايي د درابند د پولیسو په تاڼه کې له څه مودې راهیسې د پاکستان بېلابېل پوځي ځواکونه دېره وو، او هلته یې د سیمه ایزو ځواکونو په مرسته د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات کول.

درابند د ډیره اسماعیل خان په ۳۵ کیلومترۍ کې د بلوچستان پر لویه لاره او ناامنه جنوبي وزیرستان ته څېرمه پرته سیمه ده.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دا حمله غندلې ده ویلي یې دي چې دا حملې به پاکستاني امنیتي ځواکونه کمزوري نه کړي.

د کورنیوچارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي هم په یوه بیان کې دا یوه تروریستي حمله بللې ده.

د دې حملې پړه نوې جوړې شوې وسله والې ډلې تحریک جهاد پاکستان یا TJPپه یوه بیان کې منلې. ګومان کېږي چې دا ډله به د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP یوه څانګه وي.

د موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ په ګډون د پاکستان ګڼو چارواکو ویلي چې ډېری وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

XS
SM
MD
LG