د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

غزه کې د جګړې بیا پیل؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي پرې سخته اندېښنه وښوده


غزه کې د نن ورځې د نښتو انځور
غزه کې د نن ورځې د نښتو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د شخړو پر بیا پیل سخته اندېښنه وښوده.

په غزه کې نن جمعه د لنډمهاله اوربند د مهلت له پوره کېدو څو دقیقې وروسته بیا جګړه پیل شوه.

اسراییل پر حماس ډلې، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي تور لګولی چې له لنډمهاله اوربند څخه یې سرغړونه کړې ده.

خو حماس ډلې بیا پر اسراییل د لنډمهاله اوربند له موافقې د سرغړونې تور پورې کړی او وايي دا اسراییل دی چې د نورو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د هڅو مخه یې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزې تړانګه کې د شخړو د بیا پیل په باب سخته اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې هلته لنډمهاله اوربند بیا نافذ شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

ګوټېرېش نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، دی په دې باب سخت افسوس کوي چې په غزه کې بیا پوځي عملیات پیل شوي دي.

هغه لیکلي، بیا هم هیله من دی چې په جګړه کې بیا د وقفې راوستلو امکان برابر شي.

قطر چې د مصر تر څنګ د اوربند د مذاکرو له منځګړو دی نن جمعه ویلي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د نوي کولو لپاره هڅې روانې دي.

قطر هم په غزه کې د اسراییل د بمباریو د بیاپیل په باب خپله سخته اندېښنه ښوولې ده.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اووه اورځني اوربند پر مهال د حماس له بنده تر سلو زیات یرغمل شوي کسان خوشې شول چې زیات یې ظاهراً په فزیکي لحاظ روغ، خو په رواني لحاظ شاک شوي وو.

د اوربند د موافقې له مخې په بدل کې د اسراییل له خوا ۲۴۰ بندیان هم خوشې کړای شول چې ډېری یې تنکي ځوانان وو. دوی په دې تورن وو چې له اسراییلي ځواکونو سره د شخړو پر وخت یې پر اسراییلي پوځیانو د ډبرو او اورشیندونکو بمونو ګوزارونه کړي دي.

اسراییل وايي، شاوخوا ۱۲۵ نارینه لا هم یرغمل دي.

حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل. له هغې وروسته اسرائیل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

له کله چې تېره جمعه پر لومړني اوربند موافقه وشوه، په ورځ کې لږ تر لږه لس اسراییلیان او د نورو هېوادونو وګړي خوشې شوي، په بدل کې هم د اسراییل له لوري لږ تر لږه ۳۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې په غزه کې د وروستۍ جګړې له کبله په زرګونو فلسطینیان وژل شوي او د دې ښار د ۲ اعشاریه ۳ ملیونه اوسېدونکو له ډلې څه باندې درې پر څلورمه برخه یې له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي په دغو جګړو کې تر ۱۳زره ۳۰۰ ډېر فلسطینیان چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینې تایید کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG