افغانستان
ملګري ملتونه: له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اخراج یوه ستونزمنه موضوع ده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اخراج یوه ستونزمنه موضوع ده.
دغې ادارې نن جمعه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، تر ژمي مخکې له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اخراج، چې نه کومه دنده لري او نه هم کورونه، په افغانستان بشري بحران لا ژوروي.
د دې ادارې په وینا حتی تر ټولو شرایطو کې هم دغسې په ډله ییز ډول خلک افغانستان ته نه دي اخراج شوي.
پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خاوره کې بې اسناده کډوالو ته، چې ډېره برخه یې افغانان دي مهلت ټاکلی و چې له پوره کېدو سره یې د نومبر میاشتې له لومړیو افغانستان ته د بې اسناده افغانانو د اخراج پروسه ګړندۍ شوه.
پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو میلیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري، خو ځینو افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره نیول شوي او افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږې عمومي ادارې پرون ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته د اخراج شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امام علي رحمان وايي له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندي؛ پنځه چینایان وژل شوي
د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
په یوه بیان کې نن د تاجکستان د جمهور رییس امام علي رحمان له قوله د افغانستان له خاورې دا بریدونه غندل شوي او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي دي.
رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.
وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه.
لومړی برید د نومبر په ۲۶مه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو د وینځلو په یوه فابریکه شوی چې لږ تر لږه دری چینایان مړه او یو بل سخت ټپي شوی.
دویم برید د نومبر په دېرشمه همدا یکشنبه د سړک جوړوونې په کارګرو شوی چې لږ تر لږه دوه چینایي کارګران پکې وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
له دې سره جوخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجکستان – افغانستان له سرحدي سیمو ووځي.
طالبانو د وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د پېښې په غبرګون یې ویلي وو چې ځینې کړۍ پکې ښکېلې دي او غواړي د سیمې د هېوادونو تر منځ بې ثباتي، ګډوډي او بې اعتباري رامنځته کړي.
د یوه افغان په لاس د وژل شوې سارا بکسټروم د یادښت مراسم
په امریکا کې میشت یوه ډله افغانان بېګاه د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د وژل شوې امریکايي سرتیرې سارا بکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.
دا کسان چې اکثر یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي وو په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د افغان تبعه رحمن الله لکڼوال له خوا برید وغانده.
دوی ټینګار وکړ چې د یوه کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید دا یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني ټکنۍ نه کړي.
تېره اوونۍ واشنګتن ډي سي کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې وکړې چې له ډلې یې یوه پوځي سارا بکسټروم مړه او بل افسر اندرو وُلف لا هم روغتون کې بستري دی.
بریټانوي چارواکو د بریټانیا د خاصو ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژنې د تورونو د څېړلو امر کړی
د بریټانیا یوه پخواني لوړپوړي پوځي افسر ویلي داسې ښکاري چې ځانګړو بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې د شکمنو کسانو په وژنې جنګي جرایم ترسره کړي وي.
دا لوړپوړی پوځي په افغانستان کې د عملیاتو د برخې مرستیال لوی درستیز پاتې شوی.
هغه ویلي په دغو وژنو باندې د قوماندې ټوله مشرتابه خبره وه خو هېڅ ګام یې نه دی پورته کړی.
د بریټانیا دفاع وزارت تازه وروسته تر هغه په دې اړه د څېړنو امر کړی چې د بي بي سي یوه مستند په ډاګه کړه د بریټانیا د هوايي ځواک خاصې قطعې لږ تر لږه ۵۴ کسان په افغانستان کې په مشکوکو حوادثو کې وژلي دي.
دا کسان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي اییتلاف د جګړې پر مهال وژل شوي.
په بریټانیا کې له څو کلونو راهیسې د هغو احتمالي جنګي جرایمو د تورونو په تړاو څېړنې کيږي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال په بریټانوي ځواکونو تړلي بلل شوي.
د امریکا د کورني امنیت وزیره: لکڼوال ممکن امریکا ته له تګ وروسته سخت دریځه شوی وي
د امریکا د کورني امنیت وزیره کریستي نویم وایي، واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دو غړو برید کوونکي رحمان الله لکڼوال ممکن متحده ایالتونو ته له ننوتلو وروسته سخت دریځۍ ته مخه کړې وي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، میرمن نویم دغه څرګندونې پرون یکشنبه ( د لیندۍ ۹مه) د ( ان.بي.سي) خبري شبکې یوې خپرونې ته وکړې.
۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال د تېرې چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر دو غړو ډزې وکړې چې وروسته یوې سرتیرې په روغتون کې سا ورکړه.
کریستي نویم ویلي، دوی به د لکڼوال له کورنۍ او نورو هغو کسانو سره چې هغه په ارتباط کې و خبرو ته دوام ورکړي څو خپلې څیړنې بشپړې کړي.
لکڼوال د عمدي قتل په ګډون له څو تورونو سره مخامخ دی.
د هغه تر برید وروسته د امریکا ولسمشر پر کډوالو د سختو محدودیتونو اعلان وکړ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغان پاسپورت لرونکو ته یې د هر ډول ویزو ورکړه ودروله.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن له عمان سره مخامخ کیږي
د اسیا د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلو د جام په مقدماتي سیالیو کې افغان لوبډله نن څلورمه سیالۍ کې له عمان سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې لوبه د کابل په وخت د ماښام په پنځو بجو په میانمار کې ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کشره لوبډله په جي ګروپ کې له میانمار، عمان، نيپال او سوریې سره په ډله کې دي.
تراوسه یې له میانمار او سوریې څخه ماته خوړلې، ځو نیپال یې مات کړی دی.
بېنیټ دوحې ته ځي او له قطري چارواکو او نورو اړخونو سره د افغانانو پر بشري حقونو بحث کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر په دوحه کې له افغانانو او نورو اړخونو سره د افغانستان د خلکو د بشري حقونو پر مسایلو خبرې کوي.
ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې بېنیټ به د دسمبر له لومړۍ تر څلورمې پورې په دوحه کې وي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اندیښنې وړ بولي او د طالبانو حکومت یې تورن کړی چې د افغانانو ډېر لومړنی حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
ریچارد بېنیټ به دوحه کې له قطري چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره پر دې خبرې کوي چې څنګه د افغانانو بشري حقونو لپاره په ګډه کار وکړي.
طالبانو که څه هم افغانستان ته د بېنیټ پر سفر بندیز لګولی دی، خو ملګرو ملتونو تیره اکتوبر میاشته کې د هغه ماموریت تمدید کړ.
اسحاق ډار: د تورخم او نورو لارو د خلاصون هڅه کوي او د پوځ د مشر منظوري یې ترلاسه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدر اعظم اسحاق ډار وایي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د لارو د بیا پرانیستلو لپاره کار کوي.
ډار د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه د ملګرو ملتونو په غوښتنه د خوراکي توکو او نورو اړینو بشري مرستو په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستلو لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې د پوځ د مشر منظوري ترلاسه کړې او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د منظوري په تمه دی.
د ډان په ګډون پاکستاني رسنیودا راپور ورکړ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ په مخ تړل شوي، خو یوازې د کډوالو اخراج ته خلاصې دي.
سمنګان کې یوه ښځه او یو نارینه د محکمې په حکم په درو وهل شوي
د طالبانو حکومت سمنګان ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه له " کوره د تیښتې اواخلاقی فساد" په تور په درو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د شنبې په ورځ وویل دغه دوه کسان د روی دوآب ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د حکم په اساس له ۲۰ تر۳۰ درې ووهل شول.
اعلامیه زیاتوي چې دغه ښځه او نارینه تر دوو کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دی.
ستره محکمه دغه راز وايي یوبل کس د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د غلا په جرم په ۳ میاشتې تنفیذی حبس محکوم شوی او په عام محضر کې ۳۹ درې وهل شوی دی.
د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې مجرمانو ته سزا ورکولو پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.
سره لدې چې د طالبانو حکومت وايي چې دا کار دشریعت د پلي کولو په چوکاټ کې کوي خو منتقدین وايي تورن کسان د محکمې په جریان کې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نلري او بدنی سزا انساني کرامت سره منافات لري.
فنلند په افغانستان، پاکستان او برما کې خپل سفارتونه تړي
فنلند اعلان کړی چې افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپل سفارتونه تړي.
د فنلند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د لیندۍ ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام د ډيپلوماتیکو دلایلو له مخې کوي او په وینا یې ۲۰۲۶ کال کې به عملي شي.
د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې " دغه سفارتونه به د عملیاتي او ستراتیژیکو دلایلو له مخې تړلې وي، دغه دلایل د دغو هېوادونو له سیاسي وضعیت او له فنلند سره یې د محدودو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سره تړلي دي.
تر دې وړاندې یوشمېر نورو اروپایي هېوادونو هم افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي دي.
امریکا افغان پاسپورت لرونکو ته د ویزې ورکړه بنده کړه
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزې ورکړه سملاسي و دروله.
دغه وزارت نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی د امریکا د ملي امنیت او خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه اخلي.
دا کار وروسته تر هغه کیږي چې د چهارشنبې په ورځ یوه افغان په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې.
دغې پیښې د امریکا د ولسمشر په ګډون د هغه هېواد د چارواکو غسه پارولې او پر کډوالو یې سخت محدودیتونه اعلان کړل.
د امریکا ولسمشر اعلان وکړچې امریکا ته به له ټولو درېیمو هېوادونو کډوالي په «دایمي» ډول بنده کړي.
د امریکا حکومت اعلان کړی چې «د اندېښنې وړ» هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو «بشپړه او جدي» بیا ارزونه هم پیلوي.