خبرونه
سمنګان کې یوه ښځه او یو نارینه د محکمې په حکم په درو وهل شوي
د طالبانو حکومت سمنګان ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه له " کوره د تیښتې اواخلاقی فساد" په تور په درو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د شنبې په ورځ وویل دغه دوه کسان د روی دوآب ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د حکم په اساس له ۲۰ تر۳۰ درې ووهل شول.
اعلامیه زیاتوي چې دغه ښځه او نارینه تر دوو کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دی.
ستره محکمه دغه راز وايي یوبل کس د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د غلا په جرم په ۳ میاشتې تنفیذی حبس محکوم شوی او په عام محضر کې ۳۹ درې وهل شوی دی.
د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې مجرمانو ته سزا ورکولو پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.
سره لدې چې د طالبانو حکومت وايي چې دا کار دشریعت د پلي کولو په چوکاټ کې کوي خو منتقدین وايي تورن کسان د محکمې په جریان کې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نلري او بدنی سزا انساني کرامت سره منافات لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سریلانکا کې سیلابونو ۳۳۴ تنه مړه کړي، ګڼ شمېر تري تم دي
په سریلانکا کې د سیلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله ۳۳۴ تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې دا سیلابونه په دوه لسیزو کې تر ټولو زیات ویجاړونکي بللي دي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې سیلابونو او ځمکې ښوېدنې په ۲۵ ولسوالیو کې نژدې یو میلیون کسان متاثره کړي دي.
فرانس پریس د سریلانکا د پيښو د مدیریت ادارې په حواله ویلي، شاوخوا ۴ سوه کسان لا هم تري تم دي.
دوه ورځې وړاندې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې هم زورور سیلاب او ځمکې ښوېدنې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان مړه کړل.
ټرمپ: د پناغوښتنې پروسه ( د اوږدې مودې) لپاره معلقه ساتي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اداره یې نیت لري چې د پناغوښتنې پریکړې ( د یوې اوږدې مودې لپاره) معلقې وساتي.
کله چې خبریالانو له ټرمپ څخه پوښتنه وکړه چې دغه بندیز به څومره وخت دوام ولري، هغه په ځواب کې وویل " کوم زماني محدودیت یې ذهن کې نشته".
واشنګټن کې د یوه افغان رحماالله لکڼوال له خوا تر ډزو وروسته امریکا اعلان وکړ چې تر نامعلومې نیټې پورې د پناغوښتنې پروسه ځنډوي.
ټرمپ په تاوتریخجنو پیښو کې د کډوالو ښکیلتیا ته په اشارې وویل " مونږ دغه کسان نه غواړو، ځکه ډیر هغه یې ښه نیت نه لري او باید هغوی زمونږ هېواد کې ونه اوسي."
د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا د حکومت دغه پریکړه ننګولې او ویلې یې دي چې جرم فردي دی او پر نورو خلکو باید اغیز ونه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیره: لکڼوال ممکن امریکا ته له تګ وروسته سخت دریځه شوی وي
د امریکا د کورني امنیت وزیره کریستي نویم وایي، واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دو غړو برید کوونکي رحمان الله لکڼوال ممکن متحده ایالتونو ته له ننوتلو وروسته سخت دریځۍ ته مخه کړې وي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، میرمن نویم دغه څرګندونې پرون یکشنبه ( د لیندۍ ۹مه) د ( ان.بي.سي) خبري شبکې یوې خپرونې ته وکړې.
۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال د تېرې چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر دو غړو ډزې وکړې چې وروسته یوې سرتیرې په روغتون کې سا ورکړه.
کریستي نویم ویلي، دوی به د لکڼوال له کورنۍ او نورو هغو کسانو سره چې هغه په ارتباط کې و خبرو ته دوام ورکړي څو خپلې څیړنې بشپړې کړي.
لکڼوال د عمدي قتل په ګډون له څو تورونو سره مخامخ دی.
د هغه تر برید وروسته د امریکا ولسمشر پر کډوالو د سختو محدودیتونو اعلان وکړ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغان پاسپورت لرونکو ته یې د هر ډول ویزو ورکړه ودروله.
اوکراینی پلاوی له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره متحدو ایالتونو ته روان شو
اوکرايني مرکچیان د امریکا متحده ایالاتو ته روان شول، چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو د پلان پرشرطونو له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
تمه کیږي د اوکراین د ملي امنیت او د فاعي شورا د مشر، روستم عمریوف په مشرۍ دغه پلاوی، نن یکشنبې د نومبر په ۳۰ په فلوریډا کې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
په امریکایي چارواکو کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو، ځانګړی استازی سټیو وټکاف، او د ولسمشرټرمپ زوم او پخوانی سلاکار جیرډ کوشنر شامل دي.
ټاکل شوې چې وټکاف وروسته مسکو ته ولاړ شي ترڅو د روسیې له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره، وګوري. دا به له جنورۍ راهیسې له پوتین سره د هغه شپږمه لیدنه وي چې ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن له عمان سره مخامخ کیږي
د اسیا د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلو د جام په مقدماتي سیالیو کې افغان لوبډله نن څلورمه سیالۍ کې له عمان سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې لوبه د کابل په وخت د ماښام په پنځو بجو په میانمار کې ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کشره لوبډله په جي ګروپ کې له میانمار، عمان، نيپال او سوریې سره په ډله کې دي.
تراوسه یې له میانمار او سوریې څخه ماته خوړلې، ځو نیپال یې مات کړی دی.
بېنیټ دوحې ته ځي او له قطري چارواکو او نورو اړخونو سره د افغانانو پر بشري حقونو بحث کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر په دوحه کې له افغانانو او نورو اړخونو سره د افغانستان د خلکو د بشري حقونو پر مسایلو خبرې کوي.
ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې بېنیټ به د دسمبر له لومړۍ تر څلورمې پورې په دوحه کې وي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اندیښنې وړ بولي او د طالبانو حکومت یې تورن کړی چې د افغانانو ډېر لومړنی حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
ریچارد بېنیټ به دوحه کې له قطري چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره پر دې خبرې کوي چې څنګه د افغانانو بشري حقونو لپاره په ګډه کار وکړي.
طالبانو که څه هم افغانستان ته د بېنیټ پر سفر بندیز لګولی دی، خو ملګرو ملتونو تیره اکتوبر میاشته کې د هغه ماموریت تمدید کړ.
کلفورنیا کې د ماشومانو د کلیزې پر مهال ډزو کې ۴ تنه وژل شوي دي
د امریکا په کالفورنیا ایالت کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
لویدیځو اژانسونو ویلي ډزې تېره شپه په سان جواکوین سیمه کې د ماشومانو د کلیزې د مراسمو پر مهال شوې دي.
د امریکا پولیسو دا " هدفي پیښه" بللې او ویلې یي دي چې د انګیزې او لامل په اړه یې پلټنې کوي.
د پولیسو یوې ویاندې هېدر برېنټ ویلي، وژل شویو او ټپيانو کې تنکي ځوانان او لویان شامل دي.
امریکایي رسنۍ ویلي چې د ډزو یو مشکوک عامل تري تم دی.
اسحاق ډار: د تورخم او نورو لارو د خلاصون هڅه کوي او د پوځ د مشر منظوري یې ترلاسه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدر اعظم اسحاق ډار وایي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د لارو د بیا پرانیستلو لپاره کار کوي.
ډار د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه د ملګرو ملتونو په غوښتنه د خوراکي توکو او نورو اړینو بشري مرستو په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستلو لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې د پوځ د مشر منظوري ترلاسه کړې او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د منظوري په تمه دی.
د ډان په ګډون پاکستاني رسنیودا راپور ورکړ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ په مخ تړل شوي، خو یوازې د کډوالو اخراج ته خلاصې دي.
ولسمشر ټرمپ د وینزویلا هوايي حریم "په بشپړه توګه تړل شوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینزویلا باندې د واشنګټن د فشارونو په ترځ کې د وینزویلا هوايي حریم "په بشپړه توګه تړل شوی" اعلان کړ
تیره اونۍ، وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو فدرالي هوایی چلند ادارې د "ناوړه امنیتي وضعیت" او د وینزویلا شاوخوا دنظامي فعالیتونو زیاتوالي خبرداری ورکړ، شپږو نړیوالو هوایی شرکتونو په موقتي ډول دغه هیواد ته الوتنې لغوه کړې.
د متحده ایالاتو فدرالي هوایی چلند ادارې خبرداری ورکړی وو چې د نظامي فعالیت زیاتوالی کولی شي ملکي الوتکو ته په ټولو ارتفاعاتو کې د وینزویلا د پاسه له تیریدو نیولې ددغه هیواد په هوايی ډګرونو کې د کوزیدو او الوتلو په مهال احتمالي ګواښ رامینځته کړي.
د شنبې په ورځ، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "ټروث سوشیال" کې ټولو هوايی شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د وینزویلا اود شاوخوا هوایی حریم یې په بشپړ ډول بند وګڼي.
یو ساعت وروسته، د وینزویلا حکومت په یوې اعلامیه کې د متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونې د وینزویلا د ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې "استعماري ګواښ" او د نړیوال قانون سرغړونه وبلله او وغندلې.