د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ طالبان: په شپږو میاشتو کې ٢٢١٠ جنايي پېښې ثبت شوي


کابل کې ښار کې د طالبانو يو انځور
کابل کې ښار کې د طالبانو يو انځور

په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل کې له ۲۲۰۰ ډېرې جنايي پېښې ثبت شوې دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د هغه څه په اړه جزییات ورکړل چې نوموړی یې په تېرو شپږو میاشتو کې د دې قومندانۍ لاسته راوړنې بولي.

ده وويل چې په دې موده کې په کابل کې ٢٢١٠ جنايي پېښې ثبت شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د منظم عدلي او قضايي سیستم په نه لرلو تورن دی، خو خالد ځدراڼ وايي چې د دغو جرمونو په تړاو دوی ۲۱۳۶ کسان نیولي دي.

د ده په خبره، دا کسان، په داسې د وژنو، غلاوو، د وسلو د قاچاق او او شرابو خوړلو په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست په تېرو شپږو مياشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٢١٠ قضيې لرلې او په تړاو يې ٢١٣٦ نیولي. کوم کسان چې نیول شوي، د وژنو، د موټرو، موټرسايکلونو او مالونو د وسله‌والو غلاوو، د شرابو څښلو، جعلکارۍ، د وسلو د قاچاق، کیسه برۍ او یو شمېر نورو جرمونو په تور نیول شوي دي."

خالد ځدراڼ دغه شان زیاته کړه چې له دوی څخه ۹۴ موټرې، ۶ موټرسایکلونه، ۵ ریکشې، ۶۶ میله تقنچې، ۱۷ میله ټوپکې، سره زر، نقدې پیسې او موبایلونه نیولي دی.

خالد ځدراڼ په کابل کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ۵۴۵ عملیاتو د پیل خبر هم ورکړ.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ

ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٤٦٢٨ کيلوګرامه هيرويين، ١٠٢ کيلوګرامه شيشه او يو شمېر نور نشه يي توکي ترلاسه شوي او د دغو نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ٦١٩ تنه نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کابل ښاریان په کابل کې د امنیت له نشتوالي شکایت کوي.

دوی ټینګار کوي چې په کابل کې د جرمونو د کچې لوړوالي دوی اندېښمن کړي دي.

د کابل د شپږمې ناحیې اوسېدونکې رویا وايي: "دوه اوونۍ وړاندې د شپږمې ناحیې اړوند د جبارخان سیمه د حاجي نبي په سیمه کې د شپې ۱۲ بجې په سراچه کې یوه کور ته ورغلل، د کورنۍ ټول غړي یې تالاشي کړل او هرڅه یې ترې واخیستل، د شپې له ۹ بجو وروسته د حاجي نبي ښارګوټي ته څوک نه شي تللی٠"

د کابل ښار بله اوسېدونکی ناجیه هم وايي: " ورځ تر بلې امنیت خرابېږي، په پلازمېنه کې خلک هم له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې تر ټولو ډېرې جنايي پېښې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ۱۴۰۲ کال د اکټوبر په لومړیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۸۰۰۰ جنايي جرمونه ثبت شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د يادو جرمونو په تړاو ١١٦٣١ کسان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG