د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ولې پاکستان تر یو میلیون زیات بې‌ اسنادو افغان کډوال وباسي؟


له پاکستانه کندهار ته تازه ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستانه کندهار ته تازه ستانه شوي افغان کډوال

سټریټس ټایمر:

سټریټس ټایمر ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې "ولې پاکستان تر یو میلیون زیات بې اسنادو افغان کډوال وباسي؟ یوه لیکنه خپره کړې ده.

په پیل کې یې راغلي، د پاکستان له خوا دې هېواد کې بې اسنادو بهرنیانو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی ضرب الاجل د پنجشنبې په ورځ داسې مهال تمام شو چې تر یو سلو څلویښت زرو زیات افغانان تر دې مهلت مخکې له پاکستان څخه وتلي دي.

ورځپاڼې په پاکستان کې وروستیو بمي بریدونو ته اشاره کړې او د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې یې هم رااخیستي چې وايي، په وروستیو کې تر څوارلسو زیاتو دا ډول بریدونو کې افغانان ښکېل وو، خو پاکستاني چارواکو د خپلو دې ادعاوو په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، افغانان د پاکستان په امنیتي پېښو کې لاس نه لري.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان حکومت بیا بیا د ملګرو ملتونو، له بشري حقونو د دفاع بنسټونو او په دې اړه د لوېدیځو هېوادونو غوښتنې له پامه غورځولې دي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله زهرا واحدي اختري چې پاکستان ته کډواله شوې، ازادۍ راډیو ته وايي، افغان کډوالو ته د پاکستان د ټاکلي ضرب الاجل په بشپړېدو، افغانان دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان شوي دي.

د مېرمن اختري په وینا، پاکستاني پولیس حتی هغه افغانان هم د لېږد کمپونو ته انتقالوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت او راجستر شوي او اسناد هم ورسره دي.

کډوال دغو مرکزونو ته له لېږدولو وروسته له پاکستانه شړل کېږي.

فارین پالیسي:

د فارین پالیسي خپرونې هم په یوه لیکنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو وضیعت ته پام اړولی او لیکي چې پخوا هم افغان کډوال له پاکستان څخه د اجباري وتلو سره مخ شوي، خو هېڅ کله په اوسنۍ پراخه کچه د پاکستان څخه د ایستل کېدو له یو اقدام سره نه وو مخ شوي.

د خپرونې په وینا اسلام اباد ادعا کوي چې د کډوالو دا ډله‌ییز ایستل به پاکستان کې د عمومي هوساینې او خوندیتوب سبب شي.

خو فارین پالیسي وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان داخلي سیاستونه او د طالبانو تر واک لاندې یې افغانستان سره د اړیکو ترینګلې کېدل د دې پرېکړې سبب شوي وي.

ریلییف ویب:

د ریلییف ویب خپرونې هم په یوه لیکنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع څېړلې او د 'سېف ده چلډرن' یا د ماشومانو د خوندیتوب د سازمان په وینا یې ویلي چې هره ورځ سلګونه افغان ماشومان له پاکستان څخه ایستل کېږي.

وړاندې راغلي چې دا ماشومان د اوسېدو لپاره ځای او د خوړو اخیستلو لپاره پیسې نه لري.

په لیکنه کې ویل شوي، یو شمېر هغه افغان ماشومان چې پاکستان کې زېږېدلي دي، د لومړي ځل لپاره افغانستان ته اوړي.

د خپرونې په وینا په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر درې میلیونه او دوه سوه زره اټکل کېږي.

خپرونه دا هم کاږي چې په افغانستان کې د روغتیايي څارنې، ساتنې، خوندیتوب او باکیفیته زده کړو په شمول د ماشومانو لومړنیو حقونو ته لاسرسی په شدت کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG