د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو درنه مرګ ژوبله؛ څوک پکې پړه دي؟


د یوې ترافیکي پېښې تصویر - ارشیف
د یوې ترافیکي پېښې تصویر - ارشیف

"موږ له تورخم څخه د کابل پر لور روان وو چې د سړک یوه برخه خرابه شوې او په منځ کې یې ډبرې ایښودل شوې وې، دا پېښه ډېره خطرناکه وه، سر مې په کې ټپي شو او اوس تر درملنې لاندې یم."

جواد چې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، ازادي راډيو ته وويل، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د كابل - جلال اباد پر لويه لاره په يوه ترافيكي پېښه كې ټپي شو او اوس یې هم درملنه روانه ده.

د کابل ښار اوسېدونکې زرافشان وايي چې څه موده وړاندې يې مور د کابل ښار په شهيد اهنګرا څلورلارې کې موټر ووهله او لاسونه يې مات شول.

هغه زیاتوي:

"له بده مرغه مور مې د شهيد اهنګرا په څلورلارې کې ټپي شوه چې د وزير اکبرخان روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې لاس عمليات شو خوښه نه شوه، له څه ځنډ وروسته بيا د وزير اکبر خان روغتون ته لاړو، خو تر اوسه هم مور مې ښه شوې نه ده، لاسونه یې مات دي او بیا عملیات ته اړتیا لري."

دوی د سړکونو خرابوالی او په ځینو مواردو کې د سړکونو کم عرض د ترافیکي پېښو مهم لامل بولي.

د ترافیکي پېښو یو شمېر قربانیان
د ترافیکي پېښو یو شمېر قربانیان

تمیم چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي، هم د دې لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"سړکونه خراب دي، هره ورځ چې ځم، موټر مې خرابېږي، موږ بیا بیا مستري ته ورځو. موټرچلونکي هم یو تېز او بل یې ورو ځي، د کابل- جلال اباد لویه لار بیخي خرابه ده، موږ له حکومت څخه غواړو چې دا لویه لاره بېرته ورغوي."

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبریالانو ته وویل:

"په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې شوي، چې له بده مرغه زموږ ۱۰۲۹ هېوادوال په کې شهیدان او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي."

هغه د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو لخوا د موټرونو تېز ځغلول او بې احتياطي وبلله او له هغوى يې وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال احتياط وکړي.

د یادونې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په لویو لارو کې د ډېرو ترافیکي پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG