د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د ناروې د کډوالو شورا مشر: نړۍ باید افغان زلزله ځپلي یوازې پرې نه‌ږدي


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلانډ وايي، نړۍ باید د افغانستان په لویدیځ کې له زلزلو ژوندي پاتې شوي کسان یوازې پرې نه‌ږدي.

هغه پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: " دې ټولنو له کلونو جګړو او بې‌وزلۍ وروسته هر څه له لاسه ورکړي او د تکیې لپاره څه ور پاتې نه‌دي. "

یان ایګلانډ په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ او د ټولو ویجاړو شویو کورونو شمېر ۴۵۰۰ ښودلی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت په هرات کې د وروستي وضعیت، د خلکو د ستونزو او د مرستو رسولو په برخه کې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر بیا په هرات د شویو زلزلو له امله د زیانمن شویو ټول شمېر ۱۱۴۰۰۰ تنه ښودلی او وايي، له دوی سره د مرستې لپاره ۹۳،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دې ادارې په خپله پرونۍ اعلامیه کې لیکلي، دوی لا هم په څېړنو بوخت دي او په راتلونکې کې په هرات کې د زلزلو له امله د زیانمن شویو شمېرې ښايي ډېرې شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل انډرس وايي، په هرات کې د زلزلو له امله د زیانمن شویو اړتیاوو ته رسېدل د یوې میاشتې کار نه‌دی او ښايي یو کال ونیسي.

هغه چې په هرات کې د زلزله ځپلو سیمو د لیدو لپاره تللی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یې په ایکس‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په کې وايي، اوس‌مهال په سیمه کې زلزله ځپلو ته د خېمو، اوبو او روغتیايي مرستو ډېره اړتیا ده.

هغه زیاتوي، هغه کورونه چې د زلزلو له امله ویجاړ شوي، بیا رغول کېږي، خو دا به ډېر وخت ونیسي.

د هرات څو زلزله ځپلي ماشومان
د هرات څو زلزله ځپلي ماشومان

دانیل انډرس وايي:

"نو له دې امله دا یوازې په لومړۍ میاشت کې د ځواب ویلو مسله نه‌ده، بلکې د نړېدلو کورونو د جوړېدو لپاره ۱۲ میاشتې په کار دي. "

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت ویاند جانان سایق پرون ازادي راډیو ته وویل، په هرات کې د زلزلو له امله نږدې ۴ زره کورونه نړېدلي او ډېر شمېر نور قسما تخریب شوي دي.

له زلزلو وروسته، د هرات د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو هم چې زلزلو یې کورونه ویجاړ او یا هم تخریب کړي ازادي راډیو ته ویلي، تر ټولو مهمه دا ده چې کورونه یې ورغول شي.

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکې راضیه وایي:

"که خېمې راوړي هم ښه ده. خیمې کلکې دي، باد یې نه‌شي وړای. د کور دېوالونو مو ټول درزونه کړي، که کور ته ځوو، وېرېږو چې را پرې نه وځي. "

پرون د ماشومانو د ساتنې ادارې یا "SAVE THE CHILDREN" هم په یوه اعلامیه کې وویل، له سختو زلزلو وروسته، په هرات کې زرګونه کسان په خیمو کې پراته دي چې دې خیمو ته هم د تېرې اوونۍ طوفان او دوړو زیان رسولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG