د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د طالبانو د پلاوي په ګډون د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم غونډه؛ چین ولې طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي؟


د چین او طالبانو بیرغونه
د چین او طالبانو بیرغونه

د چین په شي ژیانګ ایالت کې نن چهارشنبه او سبا پنج شنبه د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم درېیمه غونډه کېږي، چې پر افغانستان هم په کې خبرې کېږي.

چین له هغو لومړیو، یعنې څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته هڅه کړې چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې وپالي.

اوس یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي ته بلنه ورکړې، چې د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم په درېیمه غونډه کې چې نن او سبا (د اکتوبر له ۴مې تر ۵مې) دوام کوي، برخه واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په ملتیا پرون چین ته تللی - ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په ملتیا پرون چین ته تللی - ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جېلاني هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون په اېکس شبکه کې لیکلي، شي ژیانګ ایالت ته د طالبانو ورغلی هیئت به "د چین د بهرنیو چارو له وزیر او نوروهېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې کتنې او غونډې هم ولري."

ویل شوي د طالبانو په هیئت کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت معين عبداللطيف نظري او د دوی نور چارواکي ګډون لري.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعیت، د سیمې هېوادونو ترمنځ د سیاسي همکاریو پر پراختیا، جغرافیوي اتصال، د چاپېریال پر خوندیتوب او د کلتوري اړیکو پر ټینګښت بحث وشي.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم په ۲۰۱۸م کال کې پیل شو، چې تر ډېره پر سیمه ییزه همکارۍ او سیمه ییزو چلنجونو په کې بحث کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ استازې شینکۍ کړوخېل وايي، چین په دوو دلایلو له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

د ولسي جرګې مخکینۍ غړې شینکۍ کړوخېل: چین د افغانستان کانونو ته سترګې ګنډلي
د ولسي جرګې مخکینۍ غړې شینکۍ کړوخېل: چین د افغانستان کانونو ته سترګې ګنډلي

هغه زیاتوي:

" لومړی د دوی امنیتي مسایل دي. دوی غواړي له طالبانو سره اړیکې ولري، چې طالبان د دوی خلاف هغه ډلې چې د چین مخالفې دي ونه کارول شي. دویمه موضوع معلومداره ده، هغه ځای چې امریکا خالي پرېښی، چین غواړي هغه ځای ډک کړي او چین د خپلو پروژو پلي کولو لپاره افغانستان ته اړتیا لري. چین د افغانستان طبیعي زېرمو ته ضرورت لري او دغه یې وخت دی، چې له فرصت په استفاده ځینې قراردادونه ترلاسه کړي، ځکه یو خو قوي مشروع حکومت نه دی، بله دا چې مسلکي کسان نه لري."

چین لومړنی هېواد و، چې د وږي یا سنبلې پر ۲۲مه (سپټمبر ۱۳مه) یې نوي ګمارل شوي سفیر ژاو شینگ خپل باورلیک د طالبانو رئیس الوزرا ته وسپاره.

د چین په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل او چین له هغو هېوادونو دی، چې د افغانستان پر طبیعي زېرمو پانګونې ته زیاته لېوالتیا لري.

د طالبانو حکومت د وږي یا سنبلې پر نهمه د اوو لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل، چې ویل کېږي ارزښت یې شپږنیم ملیارده ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د تخار د سرو زرو، د لوګر د مس عینک دویم کان، د غور د سرپو (سرب) او جستو او د هرات ولایت د اوسپنې د کانونو تړونونه د چین، ایران، بریتانیا او ترکیې د شرکتونو په ګډون له ځینو کوریو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG