د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د بشري حقونو د څارسازمان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکو ته شرایط ډېر سخت دي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویان - ارشیف
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویان - ارشیف

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومان رایټس واچ یوه چارواکې وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو لپاره اوس شرایط ډېر سخت دي.

د دې سازمان د آسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، چې ترټولو سخت شرایط له هغو مرستندویه سازمانونو سره د مالي مرستو کموالي رامنځ ته کړي چې په دې هیواد کې د بشري چارو فعالیتونه سرته رسوي.

پتریشیا ګاسمن د ښځو پرکار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیزته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې اوسني وضعیت د مرستندویه کارکونکو لپاره چې د دې په خبره بې پرې کارکوي، فعالیت ډیرستونزمن کړی دی.

ګاسمن زیاته کړه:

" د نړیوالو مرستندویه سازمانونو عملیات ترډیره بریده انعطاف منونکي دي. خو هغوی په افغانستان کې د خپل فعالیت د دوام لپاره له بحراني شرایطو سر مخ دي."

نوموړې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه کارکونکو لپاره د سختو شرایطو خبره داسې مهال کوي، چې مرستو ته د اړو افغانانو شرایط ورځ تربلې په خرابیدو دي.

یوه بېوزله افغانه کورنۍ- داسې ډېرې نورې کورنۍ هم د خوراکي توکیو کمښت سره مخامخ دي
یوه بېوزله افغانه کورنۍ- داسې ډېرې نورې کورنۍ هم د خوراکي توکیو کمښت سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو په وینا، اکثره کورنۍ نشي کولای چې خپل ماشومان ماړه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP په دې وروستیو کې پرله پسې د بودجې د کموالي له کبله خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ژمی راروان دی او که لازمې مرستې سمدستي ورونه رسیږي، په میلیونونو بې وزلي افغانان به له سختو شرایطو سره مخ شي.

د دې پروګرام د افغانستان د څانګې ویاند وحیدالله اماني په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل، چې دغه وضعیت به ترټولو زیات ښځې او ماشومان اغېزمن کړي.

د مېرمن ګاسمن په خبره لویه ستونزه په افغانستان کې مرستو ته له سختو اړو کسانو سره د نړیوالو د مالي مرستو کمیدل دي.

هغه وایي:

" ترټولو لویه ستونزه چې بشري مرستندویه ډلې اوس په افغانستان کې ورسره مخامخ دي، د مالي مرستو کموالی دی چې د هغوی ټول عملیات یې اغیزمن کړي او دې کار د ډېرو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی."

د خوړو نړیوال پروګرام تېره اونۍ په یوه راپورکې وویل، چې په اوس وخت کې په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ ملیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي، چې پنځلس ملیونه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایي ریسې سیندي مککین تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ وویل، چې له افغانستانه د وتلو نیت نه لري خو بودجې ته اړتیا لري ځکه د خلکو ژوند په خطر کې دی.

مېرمن مککین وویل د بودجې کموالي دا پروګرام اړکړچې په تیرو شپږو میاشتو کې لس ملیونه افغانانو باندې بشري مرستې بندې کړي.

د هغې په خبره، دا هغه مرستې وې چې د دغو خلکو د ژغورنې یوه وسیله وه، هغه یې هم له لاسه ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG