د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۵ میلیونه افغانان بېړنۍ لوږې سره مخ دي


کابل کې خیرات ته ناستې یوشمېرې بېوزله مېرمنې - ارشیف
کابل کې خیرات ته ناستې یوشمېرې بېوزله مېرمنې - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دا مهال په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د بېړنۍ لوږې له بېلابېلو کچو سره مخ دي، چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

ډبلیو اف پي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، نوې موندنې ښیي چې د دې پروګرام د مرستو کمښت د خوړو د خورا نا امنۍ څخه د خوړو د نه خوندیتوب بیړنۍ کچې ته د خلکو د رسولو لپاره یو ګواښ دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند، وحیدالله اماني وايي چې د بودجې د کموالي له امله دغه پروګرام کولای شي په دغه هېواد کې په یوه میاشت کې له ۱۵ میلیونو زیاتو اړمنو وګړو څخه یوازې دریو میلیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي او د راتلونکي یو کال لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.

ښاغلي اماني ازادي راډیو ته وویل، چې ۱.۴ میلیونه میندې او ماشومان نور نه شي کولای د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره، د دغه پروګرام له لارې خوراکي توکي ترلاسه کړي.

اماني وویل:

" اوسمهال په افغانستان کې له ١٥ میلیونو څخه زیات کسان د خوړو له خورا نا امنۍ سره مخ دي او د خوړو بشري مرستو ته اړتیا لري. خو د بودجې د خورا کموالي له امله، دبلیو اف پي کولای شي په میاشت کې یواځې درې میلیون کسانو ته مرسته ورسوي. "

دا هم د یوې بېوزلۍ ځپلې کورنۍ کیسه:

هغه کورنۍ، چې د ورځې یونیم سل افغانۍ عاید او ۵ معلول غړي لري (azadiradio.com)

د بېوزلۍ له امله په افغانستان کې د سوالګرو شمېر زیات شوی، خو طالبان خلک سوال کولو ته هم نه پریږدي
د بېوزلۍ له امله په افغانستان کې د سوالګرو شمېر زیات شوی، خو طالبان خلک سوال کولو ته هم نه پریږدي

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی و چې که د بودیجې د کمښت ستونزه هواره نه شي، د افغانستان له خلکو سره به د خپلو حیاتي مرستو اندازه کمه کړي.

اوچا وویل، چې د دوی بشري شریکانو د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې له ۲۲،۶ میلیونه خلکو سره د خوړو او کرنیز موادو په برخه کې مرسته کړې ده.

د دغې ادارې د پخوانیو معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا راپورونه په داسې وخت خپریږي، چې افغانستان د ژمي په درشل کې دی او یو زیات شمیر خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د خوراکي توکو په ګډون، بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

په افغانستان کې یو شمېر اړمن کسان وايي، چې اوس مهال له بې ساري لوږې سره مخ دي او بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل، چې د بېوزلۍ د شدت لوی بار افغان مېرمنو او ماشومانو ته پر غاړه پروت دی
د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل، چې د بېوزلۍ د شدت لوی بار افغان مېرمنو او ماشومانو ته پر غاړه پروت دی

په کابل ښار کې یوې مېرمنې چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

" نن سهار مې زوی د بورې پسې ژړلې، ترخه چای مې ورکړل. روزګار مې دومره خرابه دی چې غواړم یو ځای ته ولاړه شم او ماشومان مې خوشې کړم او یا ځان وژنه وکړم. دومره ستونزې لرم چې اندازه نه لري. ویلی نه شم ستونی مې ډکیږي، یوه مړې ډوډۍ نه لرو چې ويې خورو، ډیر مو وضعیت خراب دی."

یوې بلې مېرمنې بیا وویل:

" درانه کارونه مې پیل کړل، کالي به مې مينځل، ناروغان به مې ساتل. په افغانستان کې هغه مرستندویه بنسټونه چې وايي مرسته يې کړې، موږ ته هیڅ ډول مرسته نه ده شوې."

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په افغانستان او سوډان کې میلیونونه خلک، خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له لوړې کچې سره مخ دي او افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د خوراکي توکو له ناورين سره مخ دی، چې له ٦ ملیونه څخه ډیر خلک له قحطي سره یو ګام واټن لري.

XS
SM
MD
LG