د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

کابل ته د اصف دراني سفر؛ پاکستان: د طالبانو حکومت دې د 'ټي ټي پي' پر ضد اقدام وکړي


ارشیف: د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
ارشیف: د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوی پرون په داسې حال کې کابل ته لاړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د 'ټي ټي پي' پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل، پاکستان د طالبانو له موقت حکومته غواړي چې د پاکستاني طالبانو خلاف کلک او عملي ګامونه واخلي.

جیلاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستو ترڅنګ د ترکیې 'ټي آر ټي' نړیوالې څانګې ته وویل، په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' او د داعش د خراسان څانګې په شمول د ګڼو تروریستي ډلو حضور نه یوازې د پاکستان لپاره بلکې د سیمې د نورو هېوادونو لپاره لویه اندېښنه ده.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني
د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني

ده همداراز وویل چې اسلام اباد د باثباته او سوکاله افغانستان هیله لري او له کابل سره په خبرو بوخت دی چې خپلې ژمنې عملي کړي.

پرون د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ او د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.

د دراني په مشرۍ پاکستاني پلاوي په داسې وخت کې کابل ته سفر کړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او ځورونو پر له پسې راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي چې د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان ځانګړي استازي ته په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او د لارو د بندېدو موضوع وریاده کړه.

ده په دې اړه په خپله ایکسپاڼه کې کښلي: "په کتنه کې په امنیتي مسایلو سربېره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې، په چمن-بولدک لار کې له مسافرو سره چلند، د سبزیجاتو او مېوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په اړه مفصلې خبرې وشوې."

خبریال او د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، د دوو هېوادونو ترمنځ تر بل هر وخت بې اعتمادي زیاته شوې او ښايي د دې سفر هدف دا وي چې پاکستان له طالب چارواکو وغواړي چې د 'ټي ټي پي' پر ضد عملیات وکړي.

هغه زیاته کړه: "نن سبا دافغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې زیاتې شوي دي، تورخم بند وي، په چمن باندې مشکلات دي. د ډیورنډ لاین په اوږدو کې نښتې کېږي، دوی غواړي چې خبروته دوام ورکړي او بل پاکستان غوښتنه کوي چې افغانستان دې د تحریک طالبان خلاف عملیات پیل کړي او یا دې هغوی راوشړي او یا دې ونیسي."

د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي
د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' او نورو ډلو پر شتون اندېښنه ښکاره کړې ده.

وړمه ورځ د چهارشنبې په ورځ عباس جیلاني په نیویارک کې د اسیا ټولنې یا ایشیا سوسایټي له لوري یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې دې ته ورته تور ولګاوه، ویې ویل چې په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' او داعش شتون د پاکستان او ټولې سیمې لپاره ګواښ دی او د افغانستان خاوره باید د تروریستي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان بیا بیا وايي چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

دوی د پاکستان تورونه په کلکه ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د باندنیو چارو وزیر پرون وویل چې اسلام اباد پر له پسې د طالبانو له مشرتابه سره خبرې کوي او له هغوی غواړي چې د 'ټي ټي پي' پر ضد اقدام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG