د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

چین: د رسمي سفیر د ټاکلو هدف له افغانستان سره د همکاریو دوام دی


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

چین د افغانستان لپاره د نوي سفیر په ګومارلو سره لومړنی هېواد دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسماً خپل نوی سفیر کابل ته استوي.

په داسې حال کې چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چین پرون چهارشنبې رسماً خپل نوی سفیر کابل ته واستاوه او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لوړپوړی ډیپلومات کابل ته لېږي.

ژاو شینګ پرون چهارشنبې خپل باورلیک د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته وسپاره چې د نوموړي له‌خوا ومنل شو او رسماً یې په کابل کې په کارپیل وکړ.

د طالبانو حکومت د چین د نوي سفیر ژاو شینګ لپاره ځانګړې مراسم جوړ کړي وو چې په ترڅ کې یې نوموړي د طالبانو له یو شمېر جګپوړیو چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په هغې اعلامیه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې خپره کړې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د چین د سفیر ګومارنه یوه عادي چاره او هدف یې د چین او افغانستان ترمنځ ډیالوګ او همکارۍ ته پراختیا ورکول دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان پر وړاندې د چین پالیسي واضع او ثابته ده.

په کابل کې د چین سفارت هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره یوه لار مخ ته ونیسي او دا هېواد وهڅوي چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته او خپله پالیسي نرمه کړي اوهم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت د چین د دغه اقدام هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې ورسره اړیکي ټینګې کړي.

د نړۍ اکثره هېوادونه د طالبانو له سرپرست حکومت سره په دې خاطر ډېر لږ تعامل لري چې پر ښځو او نجونو یې سخت لګول شویو محدودیتونه د منلو نه بولي.

چین چې له امریکا وروسته د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی، په تیرو دوو کلونو کې یې د طالبانو له حکومت سره سوداګریزې اړیکې هم ساتلې دي.

خو د چین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا په خپرو شویو اعلامیو کې د پېکېنګ له‌خوا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د په رسمیت پېژندلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

چین چې ځینې وختونه په خپله له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شوی، تراوسه یې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړې په برخو کې د لګول شویو محدودیتونو په اړه په ښکاره دریځ نه دی څرګند کړی.

د چارو د یو شمېر کتونکو په باور چین چې تر ډېره د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوال دی، په عین حال کې د نړیوالې سیالۍ په ترڅ کې غواړي په دې هېواد کې له هغه څه زیات نفوذ ولري چې امریکا او نورو لوېدیځ متحدینو یې د تېر شل کلن پوځي حضور په موده کې درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG