د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو دی


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک په جنیوا کې د بشري حقونو د شورا د ۵۴مې غونډې په دویمه ورځ وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

نوموړي د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل چې دې وضعيت د ميليونونو افغان ښځو، نارينه‌وو، نجونو او هلکانو ژوند اغېزمن کړى دى.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ په وینا، افغانستان له دوو اقتصادي او بشري ناورینونو سره مخ دی او د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

ولکر ترک دغه راز د اعدامونو، غیر قانوني وژنو او شکنجو په وړاندې د طالبانو د حکومت له لوري ځواب نه ويل د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو او دغه شان د کار حق نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "په تېرو دوو کلونو کې د هغو بنسټونو او قوانینو رول چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یې زمینه برابروله، په سیستماتیک ډول کمرنګه شوي دي.اوس د تقنیني پروسو پر ځای د فرمانونو پر بنسټ قوانین جوړېږي، هغه قوانين چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه نيسي او د رسنيو لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کړي، ځنډول شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نور نه شته. جسمي ځورونه او عامه مجازات بیا پیل شوي، او د غیرقضایي وژنو، شکنجې او په خپل سر د نیولو راپورونه موجود دي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه په دې غونډه کې وویل، د ښځو پر حقونو په تېره بیا د کار او زده‌کړو په برخو کې پر دوی د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې په بشري او اقتصادي برخو اغېز کړی دی او په کورنيو کې بې‌وزلي ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه

اندېشه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ هم په اروزګان ولایت کې ښځې د روغتیا په برخه کې له کار کولو منع کړې او د پولیو د واکسین پر کمپاین يې بندیز ولګاوه.

هغه زیاته کړه: "د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه محدودیتونو په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ لاپسې زیات کړی او بې‌وزلي یې ډېره کړې ده. ان تېره اوونۍ طالبانو په ارزګان ولایت کې د ښځو د روغتیا په برخه کې د کار کولو او د پولیو د کمپاین د پلي کېدو مخه ونیوله."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د 'راواداري' سازمان مشره او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشره شهرزاد اکبر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو ننګونه نه یوازې د افغانستان د خلکو بلکې د نړۍ لپاره جدي ننګونه ده.

د 'راواداري' سازمان مشره او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشره شهرزاد اکبر
د 'راواداري' سازمان مشره او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشره شهرزاد اکبر

اکبر وویل: "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ دی، ځکه چې بې له‌شکه پايلې به يې د افغانستان تر پولو اوړي، د یوه هېواد نیمايي نفوس بې‌سوادي او له خپلو لومړنيو حقونو څخه بې‌برخې دي. پر دې سربېره، د افراطیت د خپرېدو او د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابېدو لپاره، کډوالي پر دې ټولو مواردو اغېزه لري."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د دې کال تر اګست میاشتې پورې وخت په نيسي، په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د قانون د حاکمیت او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د مخ پر خرابېدو وضعیت خبر ورکړل شوی و.

په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د ناموسي وژنو، وهل ټکولو او په کم عمر کې د دوی د ودونو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو ۳۲۴ پېښې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۴۷ کسیزې شورا موافقه کړې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې به افغانستان ته د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره یو خپلواک استازی واستوي.

د بشري حقونو د شورا د روانې ۵۴مې غونډې یوه غوښتنه د دغه ماموریت غځول دي.

XS
SM
MD
LG