د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند: د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د دې ګوند ویاند حافظ حمدالله له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې هیڅکله یې افغان طالبانو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي او دا پرېکړه یوازې په افغان طالبانو پورې تړاو لري.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي ادعا کړې چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یوه پلاوي افغان طالبانو ته توصیه کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې نه پرانېزي.

سلطان محمد سرور حافظ حمدالله څخه د مرکې پیل کې پوښتنه کړې چې دوی د ستانکزي د خبرو په هکله څه وایي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG