د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

نړیوال سور صلیب: نېمایي افغانان روغتیایي خدمتونه او کافي خواړه نه لري، مرستو ته ورسره دوام ورکوو


په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرستو یوه څنډه - ارشیف
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرستو یوه څنډه - ارشیف

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) وايي، دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه دروي.

دغې کمېټې د دوشنبې ورځې ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په ټوله نړۍ کې دوی لپاره د عملیاتي چارو له مخې دویم هېواد دی او دوی له دې هېواده د وتلو کوم پلان نه لري.

د دغې کمیټې په اعلامیه کې په افغانستان کې د (ای سي ار سي) پلاوی مشر (ایلوئی فیلیون ) له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې له هرو دوه افغانانو څخه یو یې روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري او یا هم د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.

په افغانستان کې د ای سي ار سي مشر ویلي، دا په دې مانا ده چې د ماشومانو زیاته برخه په خوارځواکۍ اخته ده او له همدې امله ځیني یې تلف کیږي، خو د دې وضیعت د کابو کیدو لپاره په راتلونکې ژمي کې ډېرې هغه کورنۍ سختو مرستو ته اړتیا لري، چې له ورته حالته رنځیږي.

آی سي آرسي په نړیواله ټولنه او پرمختیایي ادارو غږ کړی، چې له افغانستان او له هغه مهمو عامه زیربنايي ادارو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې په تیرو کلونو کې یې ځپل شویو افغانانو ته مرستې رسولې.

په افغانستان کې د (ای سي ار سي) چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې یوشمېر بې وزله افغانان بیا د مرستو د نه رسیدلو له امله شکایت کوي.

په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین کم ساری او جدي ګڼل کیږي
په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین کم ساری او جدي ګڼل کیږي

د تخار ولایت اوسیدونکې فروحر وايي، په تېرو دوه کلونو کې یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې ده.

هغه چې د څلورو ماشومانو مور ده، ازادي راډیو ته وویل:

"ځینې شپې له ځان سره کینم او ژاړم، خپلو معصومو ماشومانو ته چې ګورم زړه مې تیکه تیکه کیږي، اقتصادي ستونزې مې زیاتې دي، یو ځل چې راسره مرسته وشوه نور بیا ما مرستې نه دي لیدلي."

د سرپل ولایت یوه بله اړمنه اوسیدونکې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مرستو د نه رسیدو له امله شکایت کوي.

نوموړې وايي، تر اوسه ورته هېڅ ډول مرسته نه ده رسیدلې.

هغې وویل:

" په یو کرایه کور کې، نامعلوم برخیلک سره په ډیر بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوم او دغه بشري مرستې چې افغانستان ته راځي موږ یې اصلآ نه ګورو چې چاته ته ورکول کیږي، موږ له هیڅ ډول مرستو برخمن شوي نه یو."

ای سي ار سي په داسې حال په افغانستان کې د خپل د ماموریت د دوام خبره کوي، چې له دې وړاندې یوشمېر نړېوالو مرستندویه موسسو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د محدود کیدو اعلان کړی و.

دغه موسسو داسې مهال په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د راکمیدو خبره کړې، چې طالبانو په دولتي او نا دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز لګولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG