د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

یونېسف: په افغانستان کې د شدید نس‌ناستي پېښې زیاتې شوي


ارشیف: په هلمند کې خلک د نس ناستي د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي. یو شمېر کسان په دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هلمند کې خلک د نس ناستي د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي. یو شمېر کسان په دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته تر درملنې لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د روان ميلادي کال د مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د نس ناستي په شدیدو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ په يو ټويټ کې ويلي، شدید نس ناستی کولی شي ماشومانو ته چټک ډیهایډرېشن، خوارځواکۍ پيدا او حتی ژوند يې ورته وګواښي.

دغې ادارې دغه شان ويلي، په افغانستان کې د شدید نس ناستي ناروغۍ د روان ميلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې زياتې شوي.

د يونېسف په وينا، اوسمهال هم په افغانستان کې دا ناروغي شته او پرې اخته له نیمايي د ډېرو ماشومانو عمر له پنځو کلونو کم دی.

يونېسف داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې يو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو له بد روغتیايي حالته شکايت کوي.

ارشیف: د افغانستان په جنوب کې په نس ناستي اخته یو ماشوم چې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د افغانستان په جنوب کې په نس ناستي اخته یو ماشوم چې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د دوی له ډلې يوه هم د کابل ښار اوسېدونکی زينت ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "هوا ډېره ګرمه ده. زما دوه ماشومان دي يو شپږ مياشتنی دی او بل يو کلن، هر ورځ مريضان دي، اسهال وي، ډاکتر ته يې وړم دوا ورته اخلم، هغه خلاصه نه وي بيا هم مريضان وي، ولاکه دومره توان ولرم چې دوی ته ورسېږم."

د داخله ناروغيو ډاکتر مجتبی صوفي د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په کورنيو کې د حفظ الصحې نه مراعتول، پاکو اوبو ته نه لاسرسی، د اسهال بل غټ عامل ويروسونه دي، په کوچنيانو کې يې بل غټ عامل پرازيتونه دي."

يونېسف وايي، په افغانستان کې يي د دغه وضعيت د کابو کولو لپاره تر دا مهاله څه باندې ۱۳۵ زره کسانو ته په ۲۸۹ مرکزونه کې ۱۳ زره روغتيايي کېټونه جوړ کړي او دغه لړۍ لا هم روانه وي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د يو شمېر نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، افغان ماشومانو د کافي خوړو د نشتون ترڅنګ لازمو روغتيايي اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG