د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

امریکايي استازو د طالبانو پر ځینو کړنو او تګلارو اندېښنه وښوده


د امریکايي استازو او طالبانو ګډ انځور
د امریکايي استازو او طالبانو ګډ انځور

په قطر کې د امریکا او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې پرون دوشنبې پای ته ورسېدې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټوماس وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي.

په هغې اعلامیې کې چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت تېره شپه پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو د ملاتړ د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د اعلامیې پر اساس، امریکايي چارواکو له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له خپلو هغو تګلارو لاس واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خرابوي، په تېره بیا د ښځو، نجونو او زیانګالو پرګنو په برخه کې.

امریکايي پلاوي د نیونو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي ازادیو د محدولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د طالبانو حکومت وايي پلاوي یې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لېستونو او بندیزونو د لرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسئلو خبرې کړي دي.

د دوحې په دوه ورځنیو خبرو کې د امریکا له لوري د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټام وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکايي پلاوي مشري کوله، د طالبانو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په غاړه لرله.

د طالبانو د مالیې وزارت او د افغانستان بانک استازو او همداراز په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر هم په دې خبرو کې ګډون درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د دوحې د غونډې په اړه ویلي چې په هغې کې د اقتصادي چارو، امنیت او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کېږي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې د قطر په دوحه کې د دوی پلاوی له امریکايي لوري سره په خبرو کې د بندیزونو او د افغانستان پر بانکونو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي د دوحې په غونډه کې د هغو موضوعاتو یادونه وکړه چې طالبانو ته مهم دي لکه له تورو لېستونو د دوی د مشرانو د نومونو ایستل، د بانکي زېرمو ازادول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي

ده همداراز وویل: "پشري مرستې، افغانستان ته ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کې د قونسلي خدماتو رسېدل هم مهم موضوعات وو چې بحثونه ورباندې وشول. دا چې د افغانستان پر بانکونو زیاتره محدودیتونه لېرې شوي او معاملات ورته اسانه شوي یو مثبت پرمختګ وبلل شو، همدارانګه دواړو لورو د دې ډول ناستو، تفاهم او تفاهم پر دوام ټینګار وکړ."

د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سفر د ملګرو ملتونو له لوري بندیز لګول شوی او د افغانستان بانک شاوخوا ۷ میلیارد ډالره زېرمه د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نیویارک د فدرالي خزانې په بانک کې کنګل شوې، خو وروسته د دغو پیسو نیمايي په سویس کې د افغانستان لپاره یوه نوي جوړ شوي صندوق ته ولېږل شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري قطر ته تر سفر مخکې په قزاقستان کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هیوادونو له استازو سره په یوه څو اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

د قطر تر ناستې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا غونډه په هیڅ صورت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو، د اړیکو د عادي کولو او یا مشروعیت ورکولو په معنا نه ده.

طالبان له نږدې دوو کلونو راهیسې واک په لاس کې لري، خو تراوسه پورې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG