د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

  ايران: هيله ده طالبان د هلمند سيند اوبو کې حق راکړي


د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي

د ایران د کورنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو حکومت یې هېواد ته له هلمند سیند څخه ۸۲۰ میلیون متر مکعبه د اوبو حق ورکړي.

ایراني وزیر احمد وحیدي د طالبانو له حکومته غوښتي، چې په دې اړه د افغانستان پر کړو ژمنو عمل وکړي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله، نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبو موافقه شوې وه، خو اوس په دې اندازه اوبو نه ورکول کیږي.

د هغه په وینا، له دې امله د سیستان او بلوچستان ولایتونو خلک له ستونزو سره مخ دي.

په وروستیو څو میاشتو کې ایران څو ځلي شکايت کړى، چې د طالبانو حکومت له هلمند سيند څخه دوى ته د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ اوبه نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې، د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي وو، چې هېواد به یې د هلمند سیند د اوبو له حق څخه یو ګام هم په شا نه شي.

هغه دا هم ویلي وو، چې د ایران په سوېلي ولایتونو سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره یې حکومت لازمې هڅې کوي.

له دغو څرګندونو شاوخوا یوه میاشت وروسته، په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د دې هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قُمي وويل، د طالبانو حکومت منلې چې په دوو اونیو کې د ایران یو تخنیکي پلاوی د هلمند د کجکي بند د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره له سیمې لیدنه وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل د ایراني چارواکو د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د افغانستان او سیمې د چارو شنونکی طارق فرهادي د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د اوبو د وېش پر سر شخړې د اندېښنې وړ نه ګڼي.

فرهادي وایي، په دې اړه وخت په وخت څرکندونې کېږي، خو دواړه لوري نه غواړي چې د دې مسئلې له امله کړکېچ رامنځته شي.

نوموړى زیاته کړه: "طالبان په کافي اندازه متخصصین نه لري، لومړی باید د افغان متخصصینو یو ټیم جوړ شي او د ایران یو ټیم ته دې هم اجازه ورکړل شي چې راشي، په حقیقت کې دا کومه ستونزه نه ده، ځکه چې دا یو تړون دی چې یوه تخنیکي برخه لري او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیم دې براورد وکړي، زه فکر نه کوم چې دا مسئله به د دواړو هېوادونو ترمنځ کوم کړکېچ جوړ کړي."

طارق فرهادي - د افغانستان او سیمې د چارو شنونکی
طارق فرهادي - د افغانستان او سیمې د چارو شنونکی

د مې په میاشت کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د هېواد په سوېل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ، چې د هلمند له سیند څخه د ایران د حق د خوندي کولو په برخه کې دې خپل مکلفیتونه پوره کړي.

طالب چارواکو تل ویلي، چې ایران سره د اوبو د وېش هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو هېوادونو د هغه مهال صدراعظمانو لاسلیک کړی.

له دې سره طالب چارواکي وایي ، دا مهال د وچکالۍ له امله د هلمند سیند اوبه کمې شوې دي.

طالب چارواکو دا هم ویلي، چې هلمند سیند اوس د ور څېرمه خلکو د ځمکو د خړوبولو او نورو اړتیاوو لپاره هم کافي اوبه نه لري.

د طالبانو او د افغانستان د پخواني جمهوري رژيم چارواکو تل ويلي، چې ايران په تېرو کلونو کې له خپل حق څخه زياتې اوبه ترلاسه کړې دي.

د هلمند له سیند څخه ایران ته د اوبو ورکولو تړون په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې، په یوه عادي کال کې چې اوبه موجودې وي او د هلمند سیند د حوزې اوبه ۶،۵ میلیارد متر مکعبو ته ورسېږي، ایران ترې د ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ترلاسه کولو حق لري، خو طالب چارواکي په ټينګار سره وايي، چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله، د یاد سیند اوبه کمې شوې دي.

XS
SM
MD
LG