د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

راپور: په نړۍ کې د بې‌وزلۍ تر کچې ټیټ ژوند لرونکو کسانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ انځور

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د هغو وګړو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی چې د بې‌وزلۍ تر کچې ټیټ ژوند لري.

د ملګروملتونو پرمختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په خپل تازه راپور کې وايي، له ۲۰۲۰ کال وروسته د کوېډ۱۹ د وبا او د اقتصادي بحران په نتیجه کې له بې‌وزلۍ د اغېزمنو خلکو د ورځنیو عوایدو کچه له ۳،۶۵ ډالرو څخه هم راټیټه شوې ده.

د دې راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې ۱۶۵ میلیون وګړي پر هغو خلکو ورزیات شوي دي چې د بې‌وزلۍ تر کرښې ټيټ ژوند لري.

په راپور کې د 'یو این ډي پي' د مشر اخیم شتاینر له قوله راغلي چې نوموړی وايي که دولتونو د کوېډ۱۹د وبا پرمهال د خوندیتوب ځانګړي پروګرامونه نه وای عملي کړي او د مالي مرستو بستې یې خلکو ته نه وای ورکړې نو د ورځنيو عوایدو دا اندازه ښايي تردې لوړه وای.

شتاینر زیاتوي، په تېره د هغو هېوادونو لپاره چې عواید یې له ځایه ټیټ دي دا مسئله ډېره ستونزمنه ده.

د ده په وینا هغه دولتونه چې د روغتونونو د ډاکترانو او نرسانو تنخواه‌ګانې نه شي ورکولای او د کلیوالو سیمو د روغتیايي مرکزونو لپاره دارو درمل نه شي برابرولای، د هېواد ټولنیز جوړښت زیانمنوي.

شتاینر وايي، د دې معنا داده چې د دې هېواد روغتیايي سیستم او د زده کړې او ټولنیز خوندیتوب شبکې نیمګړې دي ځکه نه‌شي کولای د هغو وګړو لپاره چې عملاً خپل ماشومان نه شي مړولای، د موقتې مرستې او د رغونې پروګرامونه برابر کړي.

ملګرو ملتونو د چارشنبې په ورځ په یوه بل راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د نړۍ ۵۲ هېوادونه داسې د پورونو په لومه کې بند پاتې دي چې له مرستې پرته به هېڅکله هم ترې خلاصون ونه لري.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د ټولو پورونو کچه ۹۲ تریلیون ډالرو ته لوړه شوه چې دا د ۲۰۰۰ کال پرتله پنځه ځلې زیاتوالی ښيي.

دا راپور زیاتوي چې د نړۍ څلوېښت سلنه یا ۳،۳ میلیارد وګړي په هغو هېوادو کې اوسېږي چې د پورونو د سود کچه یې د روغتیا او تعلیم په سکتورونو کې د لګښتونو تر کچې لوړه ده.

XS
SM
MD
LG