د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د طالبانو حکومت: د افچين شرکت د امو نفتي حوزه کې نوره پانګونه هم کوي


د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایي، د افچین په نوم هغه شرکت به چې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې ورسره د امو نفتي حوزې د استخراج قرارداد شوی، په لومړي کال چې ازمایښتي دوره ده، په سیمه کې د نږدې یو نیم سل ميلیونو ډالرو په ارزښت نوره پانګونه هم کوي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وایي، په سرپل ولایت کې د قشقري د تېلو د زېرمو د حوزې له هغې څا چې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوه، د ورځې سل ټنه تېل استخراج کېدای شي او د راتلونکې میلادي کال د جنوري تر پنځمې پورې به افچین شرکت چې د آمو دریا نفتي حوزې د تېلو د استخراج قرارداد ورسره شوی، په سیمه کې ۱۶ نورې څاګانې هم په همدې اندازه د تېلو استخراج ته چمتو کوي.

په اوس وخت کې په سیمه کې د تېلو د استخراج ۲۱ څاګانې وهل شوي دي.

دلاور دغه څرګندونې سرپل، شبرغان او مزارشریف ته له وروستي سفر او له دغې څا د تېلو د استخراج او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ګازو د نللیکي د چارو د پیلېدو په مراسمو کې له ګډون وروسته پرون یکشنبې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې کړي.

باختر آژانس چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی پرون په یوه راپور کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر هغه څرګندونې هم راخیستي چې ویلې یې دي، د افچین په نوم شرکت به په درې کلنه اکتشافي موده کې په سیمه کې په ۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې لس نورې څاګانې باسي او په یوه کلنه ازمایښتې موده کې به یې شپږ استخراج ته چمتو کوي.

هغه ویلي، له دې شرکت سره له ځینو تغیراتو سره د جمهوریت د وخت فسخ شوی قرارداد د روان کال د جنوري په پنځمه نوی کړای شوی او په‌کې ځینې شرطونه ور زیات شوي دي.

د هغه په خبره د تعدیل شوي قرارداد له مخې به د استخراج شویو تېلو پروسس په افغانستان کې کېږي او هم به په لومړي کال چې ازمایښتي دی، شرکت په دې حوزه کې د څه باندې ۱۴۸ ميلیون ډالرو په ارزښت نوې پانګونه کوي.

دغه راز ویل شوي چې که شرکت له کوم موجه دلیل پرته دوه میاشتې فعالیت دروي، شوی قرارداد ورسره فسخ کېږي.

د قرارداد له مخې د تېلو د استخراج ساحه د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو اړوند څه باندې ۴۵۰۰ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وایي، د تېلو دغه استخراج له دې سره مرسته کوي چې افغانستان پر ځان د بسیا توب لارې ته سیخ کړي، خو هغه دومره زیات تېل نه‌دي.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي

نوموړی وايي: "د قشقرې نفتې حوزې څخه د تېلو استخراج او پروسس کول د افغانستان د بسیاتوب لپاره ډېر ګټور دي، خو دا ۳۵۰ ميلیون ډالره د ریفاینري او د تېلو د ایستلو لپاره لږې پیسې دي چې بسیاتوب ته افغانستان نه‌شي رسولی. زیاتې پانګونې او زیاتې پاملرنه ته اړتیا ده. دوی وایي چې د ورځې سل ټنه تېل باسي، ولې اړتیا ده چې د ورځې لږ تر لږه اته زره ټنه تېل استخراج شي."

د طالبانو حکومت چې د نړیوالو له‌خوا له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پانګونه له خپلې نړیوالې انزوا او د دې هېواد له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره ډېره مهمه بولي.

د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تېرو نږدې دوو کلونو کې هڅې تېزې کړي چې خپل کورني عواید کورنیو او نړیوالو شرکتونو ته د افغانستان د یو شمېر کانونونو او طبیعي زیرمو د استخراج د قراردادونو او د ګمرکونو او مالیې راټولولو له لارې زیات کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG