د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

میټا شرکت د طالبانو اړوند د 'وټس‌ اپ' حسابونه بندوي


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د طالبانو وسله وال کسان چې یو یې په خپل مبایل کې مصروف دی
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د طالبانو وسله وال کسان چې یو یې په خپل مبایل کې مصروف دی

نیویارک تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، میټا شرکت طالبانو پورې اړوند د وټس‌اپ حسابونه تړي.

میټا شرکت ویلي، د وټس‌اپ اپلیکېشن د طالبانو ترمنځ د اړیکو په اصلي وسیله بدل شوی او طالبان په خپلو کې د اړیکو لپاره له دې اپلېکېشن استفاده کوي او ان هغه طالبان چې لیک لوست هم نه‌شي کولی، د یوی تڼۍ په کېکاږلو سره کولی شي له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شي.

د نیویارک تایمز په راپور کې راغلي، په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د وټس‌اپ کارونه ډېره شوې او طالبان د شخصي اړیکو ترڅنګ، ان د رسمي چارو لپاره هم له وټس‌اپ استفاده کوي.

د میټا شرکت ویاند نیویارک تایمز ته ویلي، اوسمهال دوی په وټس‌اپ کې د حسابونو عکسونه او وټس‌اپ ګروپونه سکېن کوي ترڅو په‌کې طالبان په نښه او حسابونه یې ور وتړي.

نیویارک تایمز په خپل راپور کې لیکلي چې په دې وروستیو کې یو شمېر طالب پوځیانو هم د خپل وټس‌اپ حسابونو د تړل کېدو په اړه شکایت کړی.

ورځپاڼې لیکلي، چې ځینو دغو کسانو د نویو سیمکارتونو په اخیستلو سره ځان ته په وټس‌اپ نوي حسابونه جوړ کړي.

د طالبانو یو غړی په خبل مبایل کې مصروف دی.
د طالبانو یو غړی په خبل مبایل کې مصروف دی.

په دی راپور کې ویل شوي، دوه میاشتې مخکې د طالبانو یوه ډله پوځیانو د کابل په شاوخوا کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د برید لپاره چمتوالی نیوه، خو د دې عملیاتو د همغږی کولو پر مهال د حبیب‌الله رحمان په نوم د طالبانو یو قوماندان ونه توانېد چې د عملیاتو د سیمې په اړه پر وټس‌اپ کره معلومات شریک کړي.

د طالبانو دې قوماندان وروسته د یوه بل طالب پوځي د وټس‌اپ په وسیله له خپل مسوول سره اړیکه ونیوله، خو د هغه ټینګار دا و چې د داعش د پټنځای جزییات باید پر خپل شخصي وټس‌اپ ورسره شریک کړي، خو د راپور په ټکو د امریکا د بندیزونو له امله د حبیب‌الله د وټس‌اپ حساب تړل شوی و.

حبیب‌الله نیویارک ټایمز ته ویلي، واک ته له بیا رسېدو وروسته ډېری اړیکې د وټس‌اپ له لارې نیسي.

په همدې حال کې یو شمېر طالب پوځیانو له نیویارک تایمز سره په خبرو کې ویلي، چې د وټس‌اپ له کارولو پرته به له ستونزو سره مخ شي.

د دی راپور په اړه مو د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل، هغه وویل چې دا مسئله لومړی څېړي او وروسته به بیا خپل نظر شریک کړي.

د ټکنالوژۍ د چارو او ټولنیزو شبکو د برخې یوه متخصص، علي رضا حسيني په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: "د دې حسابونو تړل کولى شي پر ورځنيو چارو اغېز وکړي، خو طبيعي ده چې نور اپلېکېشنونه او شبکې هم شته. که داسې وشي چې ټولې شبکې او اپلېکېشنونه د طالبانو په مخ وتړل شي نو دا جدي او ژور اغېز درلودلى شي، ځکه ډېرى طالبان د ميټا شرکت له خدمتونو استفاده کوي."

دا په داسې حال کې ده چې واک ته له بیا ستنېدو وروسته میټا شرکت پر فېسبوک هم د ځینو طالب چارواکو او حکومتي ادارو د فېسبوک حسابونه وتړل او اوسمهال طالبان تر ډېره ټویټر کاروي.

XS
SM
MD
LG