د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

آی‌ سي‌ آر‌ سي: د افغانستان بشري ناورین تر ټولو ډېر معلولین زیانمن کړي


ارشیف: یو افغان معلول
ارشیف: یو افغان معلول

سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'آی‌ سي‌ آر‌ سي' وايي، په افغانستان کې بې‌کاري د بشري بحران د ډېرېدو لامل شوې، چې تر ټولو ډېر معلولین ترې زیانمن دي.

د هرات ولایت اوسېدونکی ۵۵ کلن احمد الله چې، دواړه لاسونه یې د ماین د چاودنې پر مهال زیانمن شوي ازادي راډيو ته وویل، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ دی او کورنۍ یې د رواني ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی وايي: "ما پنځه سازمانونه اداره کول، د معلولینو غږ تل زما له‌خوا اوچت و، یوه مجله مې درلوده د تلاش په نوم، ۳۴ ګڼې مو خپرې کړې، د هغه له لارې به مو د معلولینو غږ اوچت کاوه، اوس دا ټول بند شوي دي. زه خپله هم د کور په کونج کې ناست یم، پخپله کتاب لیکم، ټول یې ناچاپ پاتې دي، د ډودۍ مسئله خو پر ځای پرېږده، کلکه ډوډۍ یا یو شی خورم، بې‌روزګاري پخپله روحي او رواني ستونزې راولاړې کړي، زموږ ټوله کورنۍ له همدې ستونزو سره مخ ده."

۳۳ کلن امین الله باوري چې په جوزجان ولایت کې ژوند کوي، وايي د انجینرۍ له پوهنځي فارغ شوی.

د باوري په خبره د طالبانو له واکمنۍ وړاندې څه عاید چې یې تر لاسه کاوه او خپل ورځني ستونزې به یې ورباندې حلې کولې، اوس هغه هم نه‌شته، خپله دنده یې له لاسه ورکړې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه ازاډي راډيو ته وویل: "پخوا زه جوزجان د معلولینو په انجمن کې مې د مالي مسوول په توګه کار کاوه، د نوي نظام په راتګ سره ټولو انجمنونو خپل فعالیتونه ودرول، ما هم خپله دنده له لاسه ورکړه. د نظام په بدلون نه یوازې زه، بلکې ډېری معلولین د اقتصادي ستونزو سره مخ شول، پخوا هم وضعيت چندان ښه نه وه، خو په اوسني شرایطو کې ډېر د اقتصادي ستونزو سره مخ یو او د دې توان هم نه‌لرو چې ایران یا ترکیې ته د کار لپاره مسافرت وکړو، د کار او د غریبۍ لپاره ولاړ شو."

د بې‌کارۍ تر څنګ په منظمه توګه د کلني معاش نه ترلاسه کول بله ستونزه ده چې معلولین ترې شکایت کوي.

د ازادي راډيو یو اورېدونکی چې د شخصي ستونزوه له امله یې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، وویل: "د معلولینو معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او د ازادي راډیو له همکارانو مې غوښتنه دا ده چې زموږ غږ د چارواکو تر غوږونو ورسوي، څو د معیوبینو معاشونه په ټاکلي وخت ورکړي، معیوبینو او د شهیدانو وارثانو ډېر له ستونزو سره مخ دي، نو زه هیله کوم چې ژر تر ژره د زموږ معاشونه راکړي، دا به د تاسو مهرباني وي چې زموږ غږ چاراکو ته ورسوئ."

دغه معلولین ادعا کوي، چې پخوا د معلولینو د ملاتړ لپاره کورني او بهرني بنسټونه وو، خو اوس د طالبانو له لوري ټول تړل شوي او د معلولین هیڅ ډول ملاتړ نه‌کېږي.

د دوی په خبره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمانونه لکه د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر هم معلولینو د ملاتړ لپاره کوم پلان نه‌لري.

ومو غوښتل د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو د وزارت نظر هم واخلو، خو د یاد وزارت ویاند مفتي فیصل د ازادي راډیو پوښتنو ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ورنه‌کړ.

دا په داسې حال کې دي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بې‌کاري د بشري بحران د ډېرېدو لامل شوې، چې تر ټول ډېرمعلولین ترې زیانمن دي.

د سره صليب د راپور له مخې، بې‌کارۍ په افغانستان کې د معلولينو ژوند تر ټولو ډېر په بد حالت اړولی دی.

د سره صليب په راپور کې که څه هم په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه نه‌ده په ګوته شوې، خو ويل شوي چې ۴۴ سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري او ۷۹ سلنه يې په فقر کې ژوند کوي.

د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د اوسني بشري بحران د کنټرول لپاره، په اوږد مهال کې هغه پروژې چې ځنډول شوي، لکه: پراختیایي او زېربنایي پروژو پیلول د یادې ستونزه د حل کېدو لامل ګرځېدلای شي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې پر نړيوالو ټولنو او پرمختيايي سازمانونو غږ کړى چې په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره بیا پانګونه پيل کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه اوج ته رسېدلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG