د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم
ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم

په کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی.

د ياد ولایت د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د روان کال د حمل میاشتي را وروسته د دغه روغتون د ماشومانو په واټ کې د بستر شویو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې په لرو پرتو سيمو کې روغتیایي مرکزونو ته نه لاسرسی او کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG