د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو ۶۲۰مه ورځ؛ طالبان په هره ولسوالۍ کې لس مدرسې جوړوي


د خوست د ابن عباس دینې مدرسې یوه څنډه
د خوست د ابن عباس دینې مدرسې یوه څنډه

په افغانستان کې د دیني مدرسو د شمېر د زیاتولو د هڅو په دوام کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر وايي چې په هره ولسوالۍ کې دې لس مدرسې جوړې شي.

په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بندېدو ۶۲۰ ورځې پوره شوې، په همدې منځ کې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وايي چې په هره ولسوالۍ کې ۱۰ نورې دیني مدرسې جوړوي.

مولوي حبیب اغا دا خبره په نورستان کې وکړه.

هغه زیاته کړه: "د کوچنیانو د مدرسو دپاره موږ کوډونه 'بودیجه' درکوو چې څومره مدرسې تاسي جوړوئ په ولسوالیو کې، لس لس مدرسې جوړې کړئ په هره ولسوالۍ کې."

د حبیب اغا د وینا یوه برخه پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې په هر ولایت کې یوه لویه جهادي مدرسه جوړوي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

په پنجشېر کې د طالبانو یوه چارواکي کابو دوې اوونۍ وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په عنابې ولسوالۍ کې به ژر یوه لویه مدرسه، چې زر تنه طالبان به په کې زده کړې کوي، جوړه شي.

د پنجشېر په بازارک کې د طالبانو د اسلامي زده کړو د ادارې آمر مولوي مطیع الله جواد ونه ویل چې د دې مدرسې په جوړولو به څومره لګښت وشي، خو یادونه یې وکړه چې د هغې بودیجه به حکومت ورکړي.

خوست کې یوه دیني مدرسه
خوست کې یوه دیني مدرسه

په افغانستان کې د دیني مدرسو د زیاتولو په اړه د طالبانو د پلان په تړاو د اسلامي چارو متخصص او څېړونکی محمد محق بل ډول نظر لري.

هغه وویل: "په یوه ټولنه کې د دیني مدرسو تر اندازې ډېروالی بحران زېږوي. موږ یوازې دیني مدرسو ته اړتیا نه لرو. که هرې څانګې یا هرې تخصصي برخې ته تر هغه څه چې ټولنه ورته اړتیا لري، زیات پام او پانګونه ورباندې وشي او ډېر کسان ورڅخه فارغ شي چې د کار په بازار کې د جذبېدو امکان نه وي او اړتیا ورته نه وي، دا په خپله یو بحران دی."

د تېر کال په سرطان میاشت کې په یوه راپور کې ویل شوي و چې طالبانو په ارګ کې د پخواني ولسمشر د ځانګړو ساتونکو ځای په دیني مدرسې بدل کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې په ولایتونو کې د مدرسو د ډېرولو خبره کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته له زده کړو بې برخې دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او له هغې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند کړي دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او له هغې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند کړي دي.

طالبانو تېر کال پر نجونو د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې.

سره له دې چې له طالبانو، هم افغانان او هم نړیوال بیا بیا غواړي چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، دوی لا هم خپل دریځ نه دی بدل کړی.

XS
SM
MD
LG