د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د طالبانو او ایراني ځواکونو جګړه؛ رسنۍ: یو طالب او دوه ایراني سرتېري وژل شوي


د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

ایراني رسنۍ او د طالبانو یو ویاند رویټرز خبري تایید کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله نیمروز سرحدي سیمه کې یو طالب او دوه ایراني سرتېري وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ د افغانستان او ایران په ګډه پوله د طالب او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د ایران د پولیسو د قومندان د مرستیال په حواله ویلي، نن سهار لس بجې طالب ځواکونو د افغانستان له لوري د ایران پر پولیسو ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران تسنیم اژانس د راپور پر بنسټ، په دې نښته کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي.

د ایران د پولیسو د قومندان مرستیال ادعا کړې چې ایراني ځواکونو په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې 'پرېکنده' ځواب ویلی دی.

په عین حال کې د تسنیم خبري اژانس د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي.

خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره هم کتلي دي.

تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د کابل او تهران ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې شته، خو ایران د طالبانو حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی.

د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله نښتې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د هلمند د اوبو پر سر اړیکې خړې پړې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG