د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د افغانستان اقتصادي ستونزې؛ د هنډبال ځينې لوبغاړي په ایران کې درانه کارونه کوي


د هنډبال لوبډلې یو لوبغاړی په ایران کې ساختماني کار کوي.
د هنډبال لوبډلې یو لوبغاړی په ایران کې ساختماني کار کوي.

د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې یو شمېر غړي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله په ایران کې درانه کارونه کوي.

۲۵ کلن ذبیح‌الله اسلامیار چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی وايي، ۶ کاله د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې غړی و.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د اولمپیک پر کمېټه د نړیوال المپیک د بندیزونو، د طالبانو له واکمنېدو سره سم پر افغان ورزشکارانو د محدودیتونو د لګېدلو او اقتصادي ستونزو له امله اوس په ایران کې اوسېږي او د ودانیزو چارو په یو شرکت کې کار کوي.

نوموړی وايي: "کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، موږ نجونې او هلکان له خپلو خوبونو، پرمختګ او امتیازاتو بې برخې وو، یوه ناچیزه عصریه یې راکوله چې درې میاشتې پس درې زره افغانۍ کېدې خو دوه کاله وشول چا هغه هم رانه‌کړه. غوښتل مو د هنډبال په نړیوال جام کې د افغانستان درې رنګه بیرغ ورپوو، خو اوس دلته ایران کې یوه دیاړي کوم."

ذبیح الله اسلامیار
ذبیح الله اسلامیار

۲۴ کلن مجیب الرحمن خالقي هم د افغانستان د هنډبال د ملي لوبډلې غړی دی چې دا مهال په ایران کې ژوند کوي.

دا هم د ودانیزو چارو په یو شرکت کې کار کوي.

مجیب الرحمن خالقي ازادي راډیو ته وویل: "کله چې موږ اولمپیک ته ننوتلو، زموږ په کارت کې د افغانستان درې رنګه بیرغ و. طالبان چې د اولمپیک په دروازه کې وو، زموږ کارتونه یې مات کړل او موږ ته یې اجازه نه راکوله چې اولمپیک ته ننوځو. د دې محدودیتونو او په بهرنیو سیالیو د بندیزونو له وجې، موږ ایران ته راغلو، هغه ورزشکاران چې نړیوالو اتلولیو ته لاړل او د اسیا په سیالیو کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ، اوس بېلچې او کولنګ سره کار کول ورته ډېر ستونزمن دي."

مجیب الرحمن خالقي
مجیب الرحمن خالقي

دوی دا ادعا هم وکړه چې په افغانستان کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې فعایت کوي، دا تاییدوي چې د ورزشکارانو د عصریې پیسې نه‌دي ورکول شوي، خو لامل یې تخنیکي ستونزې په ګوته کوي.

خو د دې کمېټې ویاند اتل مشواڼي ازادي راډیو ته وویل، د ورزشکارانو لپاره د امنیتي ستونزو ادعا ناسمه ده.

هغه وويل: "له دوو کلونو راهیسې لوبغاړو ته د عصریې پیسې نه‌دي ورکول شوي، خو زموږ د تخنیکي او فني ریاست ټیم کار کوي چې د ورزشکارانو لپاره ډیټابیس جوړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به د دوی معاشونه ورکړل شي. په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی. موږ په ټولو څانګو کې ټیمونه، کلبونه او په سلګونو ورزشکاران لرو، د افغانستان په هره برخه کې فعال دي، دا خبره ورزشکارانو، نړۍ او نورو هېوادونو ته معلومه ده."

د افغانستان د هنډبال لوبډلې یو لوبغاړی چې په ایران کې ساختماني کار کوي.
د افغانستان د هنډبال لوبډلې یو لوبغاړی چې په ایران کې ساختماني کار کوي.

دغه ورزشکاران وايي، چې په ایران کې له نامعلوم برخلیک سره مخ او اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ورزشکارانو ستونزو او وضعیت ته پام وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زیات شمیر افغان ورزشکاران چې نارینه او ښځینه دواړه په‌کې دي د اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله له افغانستان څخه ووتل او یو شمېر یې اوس هم خپل مقصد هېوادونو ته د تګ په موخه ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG