د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د موټرو مستري‌توب؛ د يو افغان مستري د ژوند او کاروبار کيسه


افغان مستری فرید فرارون
افغان مستری فرید فرارون

د موټرو مستري‌توب ښايي په افغانستان کې چېرته چې په نړیوال سټنډرډ برابر وسایل او موټرې نه‌شته سخت وي، خو ځینو ته د پیسو د ګټلو ښه لاره هم ده.

مستري فرید احمد او ورونه يې د جوزجان ولايت شبرغان ښار کې د موټرو جوړولو ورکشاپ لري.

د دې ورکشاپ مالک، فرید فرارون چې ۲۲ کاله عمر لری وایي، د لسو کلونو راهیسې مستري‌توب کوي او د دې تر څنګ د جوزجان ولایت په پوهنتون کې د انجینري پوهنځي د څلورم کال محصل دی.

فرید فرارون چې دا کسب یې د خپلې علاقې له مخې غوره کړی وايي، کله چې د ښوونځي زده کوونکی و دې کار ته یې مخه کړه.

نوموړی د خپل دندې او مسوولیتونو په اړه وايي: "زه د موټر د انجن په برخه کې کار کوم او هغه ترمیموم. د ماشین په ترمیم کې ځینې وسایل کارول کېږي. ځینې نوې پرزې لکه رینګ، رینج، پلاس، رینګ اچونکی او نور د موټر د ماشین تړلو لپاره اړین دي. موږ د موټر ماشین له کرن سره کته کوو، پرزه کوو یې او وروسته له ترمیمولو یې بېرته پورته کوو. دا زما د علاقې وړ کار دی."

نوموړی وايي چې په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د دوی کار هم یو څه اغېزمن شوی، ځکه د کورنیو اقتصادي کچه ټیټه شوې ده.

د فرارون په خبره، هر څوک چې یو کسب لري باید په هغه ځان ښه پوه او په اړه یې بشپړ معلومات تر لاسه کړي.

فرید فرارون د کار پر مهال کله ناکله له کمپیوټر هم کار اخلي.
فرید فرارون د کار پر مهال کله ناکله له کمپیوټر هم کار اخلي.

نوموړی وايي: "زما لپاره کوم خاص براند نه شته، په ټولو کې پوره تخصص لرم، له ټولو موټرونو سره بلد یم، پوره معلومات لرم او باید یې ولرم ځکه دا زما دنده ده زما کسب دی، باید ولرم."

نوموړي زیاته کړه کله داسې وخت هم راغلی چې د یو موټر په جوړولو کې ورځې، اوونۍ ان میاشتې تېرې کړي څو ستونزه یې پیدا او جوړ یې کړي.

فرارون د یوه کسب زده‌کړې په اړه ځوانانو پيغام لري او وايي: "د زده‌کړو تر څنګ د یوه کسب زده‌کول ګټور دي او برعکس که څوک کوم کسب لري باید د هغه تر څنګ تحصیل هم وکړي. تحصیل او کسب د یو بل لازم او ملزوم دي."

فرید فرارون هیله‌من دی چې د موټر جوړولو تر څنګ خپلو لوړو زده‌کړو ته لا دوام ورکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG