د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

انډیپنډینټ: د مخکیني نظام د چارواکو ترمنځ د واک پر سر لانجه تر سفارتونو رسېدلې


په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت
په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت

انډیپنډینټ:

د بریتانیا چاپ انډیپنډینټ ورځپاڼې، په یوه مطلب کې په نوې ډېلي کې د افغانستان په سفارت کې وروستیو لانجو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، د پخواني ولسمشر اشرف غني د ادارې د چارواکو ترمنځ د واک پر سر لانجه اوس د سفارتونو تر دروازو پورې هم رسېدلې ده.

په نوې ډېلي کې د افغانستان د تېر پرځېدلي نظام سفیر فرید ماموندزي د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې دا سفارت طالبانو ته نه دی سپارل شوی.

ماموندزي وویل د سفارت یو کارکوونکي قادرشاه هغه مهال چې دی په سفر تللی و، غوښتل د سفارت واګي د طالبانو په استازیتوب په لاس کې واخلي، خو همکارانو یې پرې نه ښود.

قادرشاه د جمهوري نظام پرمهال د ملي امنیت شورا ویاند و.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي و، قادرشاه په سفارت کې کار کاوه او دوی د شارژدافېر په توګه ټاکلی دی.

انډیپنډینټ لیکي، اوسمهال په ۱۴ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت په لاس کې دي.

په دې ډله کې قطر، ایران، چین، روسیه، پاکستان، ترکمنستان او نور هېوادونه شامل دي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې طالبان غواړي پر افغانستان له ولکې سره په یوه وخت کې په نورو هېوادونو کې پر افغان سفارتونو ولکه هم پراخه کړي.

شیکاګو ټریبیون:

امریکایۍ شیکاګو ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان، ۲۱ میاشتې وروسته له دې چې وروستي امریکايي پوځیان ترې ووتل، تراوسه هم له بدمرغیو سره لاس ګرېوان دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام پوښتنه کوي چې څوک په افغانستان کې د دې وضعیت مسوول و، څوک د افغانستان د امنیتي ځواکونو د له منځه تلو عامل و، او آیا د ولسمشر جوبایډن ادارې کولای شوای چې له افغانستانه د وتلو تردې ښه عملیات ترسره کړي.

د شیکاګو ټریبیون په لیکنه، که د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو بندول و، که د ملګرو ملتونو په ګډون په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او په کور د هغو کېنول و طالبان څرنګه چې غواړي هسې په افغانستان کې واک چلوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل په ۲۷مه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې یې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند وغانده او د هغوی په پالیسي کې د بدلون غوښتنه یې وکړه.

XS
SM
MD
LG