د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

په سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته هوایي بریدونه او چاودنې شوي


سوډان کې د روانې جګړې یو انځور
سوډان کې د روانې جګړې یو انځور

په سوډان کې د امریکا په هڅو د نافذ شوي لنډمهاله اوربند تر ماتېدو وروسته پلازمېنه خرطوم کې نن هوایي بریدونه او چاودنې شوي دي.

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې نن د پنځمې پرله پسې ورځې په مخه تاوتریخوالی دوام لري.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، د سوډان د دفاع وزارت او هوایي ډګر شاوخوا سیمو کې دوامداره بمبارۍ او درنې چاودنې کېږي او اسمان کې یې تور لوګي تر سترګو کېږي.

دا هغه سیمې دي چې دغلته د جګړې له پيل راهیسې تر نورو زیاتې د تاوتریخوالي شاهدې وې.

د امریکا په ګډون بهرنیو قدرتونو د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ د دې لپاره د ۲۴ ساعتونو اوربند غوښتنه کړې وه چې هلته بندو پاته شوو کسانو ته مرسته ورسېږي.

پرون سه شنبه دواړو لورو موافقه وکړه چې د ماښام له شپږو بجو به اوربند نافذوي، خو ډېر ژر ترې سرغړونه وشوه او معلومه هم نه ده چې کوم لوری ګرم دی.

د خرطوم یوې اوسېدونکې رویټرز ته ویلي، د اوربند له نافذېدو سره سم بېرته د چاودنو او بمباریو غږونه واورېدل شول او په خبره یې دوی یوازې نن سهار له ۳ تر ۵ بجو ارام خوب کړی دی.

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی له تېرې شنبې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه وو قوماندان دی، پيل شو.

لانجه پر دې راولاړه شوه چې هڅه وشوه، ملېشه ځواکونه چې د چټک ملاتړ په ځواکونو مشهور دي، د منظم پوځ په تشکیلاتو کې مدغم شي، خو دقلو یې مخالفت وکړ.

دا دوه جنرالان دوه کاله وړاندې له پوځي کودتا وروسته واک ته ورسېدل.

د روغتیا نړیوال سازمان د سوډان د روغتیا وزارت په حواله ویلي، جګړه کې تراوسه لږ تر لږه ۲۷۰ تنه وژل او ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د پوځ یوه لوړپوړي قومندان ویلي، د پلازمېنې او نورو سیمو د امنیت لپاره د دوی عملیات دوام لري.

فرانس پریس اژانس لیکلي، د جګړې له دوام سره سره نن چهارشنبه زرګونه کسان د سوډان له پلازمېنې تښتېدلي او هغه کسان د خوراکي موادو، برښنا او اوبو له نشتون سره مخامخ شوي چې کورونو کې بند پاتې دي.

یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې جرمني او جاپان له سوډانه د خپلو اتباعو د تخلیې اعلان کړی دی.

راپورونو کې ویل شوي چې جرمنې د جګړې د دوام په خاطر د اتباعو د تخلیې بهیر ځنډولی دی.

د سوډان تازه پيل شوې جګړه په تېرو څو لسیزو کې ساری نه لری او دغې جګړې پر پلازمېنې سربېره اومدورمان او بحري ښارونو کې هم میلیونونه خلک نارامه کړي دي.

له دې جګړې سره چې د پخواني اسلامپاله ځواکمن عمر البشیر تر پرځېدو څلور کاله او سوډان کې تر پوځي کودتا دوه کاله وروسته پيل شوې، د ملکي ډیموکراسۍ د بدلون طرحه زیانمنه شوه. هغه طرحه چې نړیوال ملاتړ هم له ځان سره لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG