د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

وېسټ: مونږ باید له افغانانو سره په مشوره خپلې تګلارې ته دوام ورکړو


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د ترکیې په استانبول ښار کې یې له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره لیدلي دي.

هغه وویل، له دغو کسانو سره یې په غونډو او روژه ماتې کې برخه اخیستې او پر هغو ستونزو یې ورسره سلامشورې کړې چې نړیواله ټولنه نن ورځ په افغانستان کې ور سره مخامخ ده.

ټوماس وېسټ نن په څو ټویټونو کې ویلي: "موږ باید له افغانانو سره په مشوره خپلې تګلارې ته دوام ورکړو."

وېسټ وایي، د طالبانو د پرېکړو په اړه یې ژوره اندېښنه اورېدلې، په ځانګړي توګه د ښځو د تعلیم او کار د حقونو او د هغوی د راتلونکې په اړه.

د نوموړي په خبره بله موضوع چې دوی پرې خبرې کړي هغه دا ده چې اړتیا ده پر سوله ییزه لاره مخ ته لاړ شو او زیاته یې کړه چې خبرې اترې غوره لار ده نه تاوتریخوالی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دغه راز وایي چې له افغانانو سره یې د امریکا د دوامدارې ژمنې، د بشري بحران د حل لپاره له نورو سره د کار کولو پر هوډ او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کارونو د ښځینه کارکوونکو د راګرځولو په پرېکړې سره دا نړیوال سازمان او اړوندې نورې نړیوالې مرستندویه ټولنې لا له زیاتو چلنجونو سره مخ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG