د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

طالبانو 'صدای بانوان' راډیو ته په ضمانت او مشروط ډول د نشراتو اجازه ورکړې


د 'صدای بانوان' راډیو
د 'صدای بانوان' راډیو

طالبانو په بدخشان ولایت کې 'صدای بانوان' راډیو ته په دې شرط د نشراتو اجازه ورکړه چې د دوی د حکومت له پالیسۍ سره سم عمل وکړي.

په بدخشان ولایت کې د 'صدای بانوان' راډیو چې اکثره کارکوونکي یې ښځې دي او اوونۍ مخکې په یاد ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا تړل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د راډیو له مسوولانو دا ژمنه اخیستل شوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پالیسي به مراعتوي او موسیقۍ به هم نه خپروي.

خو احمدي د دغې پالیسۍ په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

په بدخشان ولایت کې د 'صدای بانوان' راډيو مسووله ناجیه سروش وايي، د خبریالانو او د رسنیو د ملاټرو بنسټونو په همکارۍ او د دې تضمین په ورکولو سره چې وروسته له دې به د طالبانو حکومت پالیسي تعقیبوي، دوی وشول کولای چې خپل نشرات بیا پیل کړي.

مېرمن سروش ازادي راډيو ته وویل، دا چې یوه اوونۍ راډیو نشرات نه درلودل له مالي پلوه اغېزمن شوي دي.

سروش زیاته کړه: "یو څه قراردادونه او خپرونې چې مو درلودې له لاسه ولاړې. هېڅ هم نه لرم، کارکوونکي مې ورځ تر بلې کمېږي، یو په بل پسې کار پرېږدي، ځکه نه پیسې لرو نه ملاتړ کوونکي لرو، نه فنډ لرو، نه امکانات لرو، هېڅ هم نه لرو."

د 'صدای بانوان' راډیو اته کارکوونکي لري چې شپږ یې ښځې دي.

د دې راډیو خپرونې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د موسیقۍ غږولو له امله بندې شوې وې.

د یادې راډيو بندېدو په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د بخښنې نړیوال سازمان په بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډیو د بندولو په غبرګون کې، د طالبانو دا عمل د نجونو او ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم بللی دی.

په ورته وخت کې د افغان خبریالانو مرکز وايي چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې اکثره رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

ارشیف: په کابل کې د بیګم راډیو سټډیو
ارشیف: په کابل کې د بیګم راډیو سټډیو

د دغه مرکز د عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې ولیزاده ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه په افغانستان کې ۶۰ سلنه رسنۍ د یادو لاملونو له امله تړل شوي دي.

هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې د نړیوالو دفترونو د استازولیو نشتون، رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي. دا د اندېښنې وړ مسئله ده او موږ هیله من یو چې د رسنیو ملاتړ کوونکي نړیوال بنسټونه د افغان رسنیو ملاتړ وکړي، څو دوی بیا د بیان ازادۍ لپاره کار وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر افغان رسنيو ډېر محدوديتونه لګولي چې له امله يې يو شمېر رسنيو خپل فعاليتونه ودرول او يا هم له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG