د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د طلاق شويو افغان مېرمنو په اړه د مېل ان‌لاين تبصره


يو شمېر افغان مېرمنې، ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې، ارشيف

د مېل ان‌لاین خپرونه:

  • د مېل ان‌لاین خپرونې خپله وروستۍ ګڼه کې د فرانس پرېس هغه راپور خپور کړی چې، د طلاق شویو افغان ښځو په اړه دی.

هغه ښځې چې د طالبانو په نظام کې له خپلو پخوانیو مېړونو سره په جبري توګه د بېرته یو ځای کېدو وېره لري.

په مطلب کې د مروې په نوم د یوې افغانې مېرمنې له قوله راغلي چې وايي، له کلونو ظلمونو او د پخواني مېړه له‌خوا د غاښونو له ماتولو وروسته په تېر حکومت کې وتوانېده چې له خپل مېړه طلاق واخلي، خو اوس‌یې مېړه د طالبانو محکمې ته مراجعه کړې او ویلي دي چې، دی له دې طلاق راضي نه‌دی او ښځه‌یې باید بېرته ده ته ورستنه کړل شي.

د طالبانو د قوانینو پر اساس د ښځې په طلاق کې د مېړه رضایت لازمي دی.

مروې د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، له دې وېرې چې بېرته پخواني مېړه ته وانه‌ستول شي د خپلو اتو اولادونو سره ټول پټ دي.

دا مېرمن چې ۴۰ کاله عمر لري د مروې په مستعار نوم سره وايي، دې او لورانو یې د دې خبر په اورېدو سره ډېر وژړل.

مروه زیاتوي چې داسې ورځې یې تېرې کړي چې، د مېړه د ډېرو وهلو له امله به بې‌هوښه شوه او لورګانو به‌یې ډوډۍ ورته ورکوله.

مېړه‌یې څو ځله د دې وېښتان دومره کش کړي چې اوس د دې د سر یوه برخه کې هېڅ ویښتان نه‌شته او یوه ورځ‌ یې دومره وهل هم وخوړل چې ټول غاښونه‌یې مات شول.

خپرونې د نظیفې اقتباس په نوم د تېر نظام د ښځو د یوې مدافع وکیلې خبرې هم را اخیستي چې وايي، د تېر نظام د کورنیو محکمه کې یې د ښځو شاوخوا سل داسې قضیې مخ ته وړي چې غوښتل یې له خپلو مېړونو جلا شي.

د نظیفې په وینا تر یوې مودې ښځې په خپلو حقونو نه‌پوهېدې او د خپل ظالم مېړه په کور کې یې هر ډول رنځ ګاله، خو له خپلو حقونو له خبرېدو وروسته په دې پوه شول چې له داسې مېړونو څخه جلا کېدل د هغوی په ګته دي.

د نظیفې په خبره د ښځې او مېړه په اړیکه کې چې خوښي او لېوالتیا نه‌وي او ژوند یې تریخ وي نو اسلام هم طلاق روا کړی.

نظیفه زیاتوي اوس پنځه هغه ښځې چې د دې په مرسته په تېر حکومت که له خپلو مېړونو جلا شوې وې، دې ته ویلي چې اوس د مېرمن مروې په څېر برخه‌لیک سره مخ دي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې په دې اړه مخکېنیو راپورونو ته غبرګون ښودلی و او په یوه وېډیويي پيغام کې یې ویلي و چې، هېڅ یوه شرعي پرېکړه به د شرعي محکمې له حکم پرته او په خپل‌سرې توګه ونه‌شي او په هغه صورت کې چې د طلاق سند جعلي نه‌وي مدعي او مدعي علیه کولای شي په محکمه کې حاضر شي او هغه مېړونه چې پر ښځو ظلم کوي د هغوی ترمنځ خُلع او یا طلاق رامنځته کېږي.

انډپنډنټ ورځپاڼه:

  • د انډپنډنت ورځپانې د یوه افغان کیسه لیکې چې اوس د برېتانیا د ایسیکس په ښار کې د مهاجرینو او افغان پناه غوښتونکو د کرېکټ د یوې لوبدلې کپتاني کوي.

دی اوس ۲۰ کلن دی، د طالبانو له حکومت مخکې یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه او د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۰مه‌یې کډوالۍ ته مخه کړه او د روسيې او فرانسې د اوږد مزل له تېرولو وروسته د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په یوه پراشوټي کښتۍ کې یې ځان برېتانیا ته ورساوه او اوس هلته له یو شمېر نورو افغانانو سره په یوه هوټل کې ژوند کوي.

ده چې د محمد په مستعار نوم له انډپنډنټ سره خبرې کړي ویلي، دا چې د ورزش مخینه‌یې درلوده په دې هوټل کې یې نور افغانان راټول کړي او په لاس جوړ شوي یو کوچني میدان کې چې چارچاپېره‌یې جالونه نیول شوي دا لوبه پیل کړې او هیله لري چې یوه ورځ لویو ټیمونو ته لاره ومومي.

د محمد له دې هڅو یو سیمه‌ییز کلب ملاتړ وکړ او اوس هغوی یو انګرېز روزونکی لري.

خو د ورځپاڼې له قوله په یوه سیمه‌ییزه ټولنه کې د دوی جذب کېدل اسانه کار نه‌دی او په دې ښار کې عام خلک له دغو مهاجرینو سره دوستۍ ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG