د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

ځینې لوبغاړي او مینه وال: د افغان کرکټ لوبډلې بریا ځوانانو ته مثبته انګېزه ورکوي


د افغانستان او پاکستان تر منځ د پرونۍ سیالۍ یو انځور
د افغانستان او پاکستان تر منځ د پرونۍ سیالۍ یو انځور

یو شمېر افغان لوبغاړي او د افغان کرکټ لوبډلې مینه وال له پاکستانۍ لوبډلې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ګټلو ته په اشارې وايي چې دا بریا نورو ځوانانو ته هم مثبته انګېزه ورکوي چې که ناهیلي نه شي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي، یوه ورځ به دوی هم ورته لاسته راوړنې ولري.

د متحده اماراتو په شارجې کې افغان مینه والو له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو بریا په اټن او نڅاوو سره ونمانځله.

سلګونه هغه افغانان چې په متحده عربي اماراتو کې کار یا ژوند کوي، د افغانستان له ملي بیرغ سره لوبغالي ته ورغلي وو چې خپله لوبډله تشویق کړي.

د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ لوبډلې له بري وروسته د خلکو خوښي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

لیکوال او مدني فعال جان اغا بهار وايي، افغان لوبغاړو داسې مهال افغانانو ته خوشالي ورکړه چې دوی له ډېرو ستونزو او ناهیلیو سره مخ دي.

بهار وویل: "دا ډېر د خوشالۍ ځای دی، په متحده عرب اماراتو کې هلته مېشتو افغان مسافرو دا خوشالي په اتڼونو او نڅاوو ونمانځله. د دې ترڅنګ سره له دې چې په افغانستان کې په ډول، اتڼ او په دې ډول د خوښیو په نمانځلو بندیز دی، خو بیا هم ما ځینې ويډېوګانې چې ولیدې او په وطن کې له دوستانو سره وغږېدم، په ننګرهار، خوست، کندهار او کابل کې هم ځوانان له کورونو راووتل او دا خوښي یې ونمانځله."

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، افغان ملي لوبډلې نه یوازې افغانانو ته د تېرې شپې په بریا سره خوښي ورکړه، بلکې ځوانانو ته یې دا انګېزه هم ورکړه چې که ناهیلي نه شي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي، دوی هم ورته لاسته راوړنې درلودای شي.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک

هوتک ازادي راډيو ته وویل: "بې له شکه چې ناهیلي حالات دي، خو په داسې حالاتو کې د کرکټ ملي لوبډلې بریا ځوانانو ته یوه مثبته انرژي ورکوي او هغوی هیله من کوي. زما پیغام هم ځوانانو ته دا دی چې همدا مو هېواد دی، په ګډه به کار ورته کوو او هېڅ وخت به نه ناهیلي کېږو، ځکه همدا ځوانان د هېواد برخلیک ټاکي، خیر حالات به ناهیلي او خراب وي، خو دا بدلېږي او موږ ځوانان باید ډېر پیاوړي اوسو."

د افغان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم په یوه ويډیويي پیغام کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا له رسنیو سره شریک شوی، ژمنه کړې چې ټول لوبغاړي به یې هڅه کوي چې لوبې وګټي او افغانانو ته خوښي راوړي.

هغه وویل: "انشاالله زموږ به تل هدف دا وي چې ښه وځلېږو، د وطن لپاره ویاړونه او د وطن د خلکو په خولې موسکاوې راوړو او له خپلو خلکو غواړو چې په دعاګانو کې مو یاد ساتي."

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان څخه لوبلړۍ ګټي، له دې بریا وروسته ځینو افغانانو په ټولنیزو شبکو کې ولیکل چې د کلونو کلونو ارمان یې پوره شو.

XS
SM
MD
LG