د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

پوتین له خپل چینايي سیال سره خبرې 'بریالۍ او رغونکې' بللي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ مسکو ته خپل درې ورځني سفر نن چهارشنبه پای ته ورساوه.

د چین ولسمشر داسې مهال مسکو ته درې ورځني سفر پای ته ورساوه چې روسیه پر اوکراین د یرغل له کبله له ژورېدونکې نړیوالې انزوا سره مخامخ ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کریلیمن کې د خبرو پر مهال له شي جین پینګ سره خبرې 'بریالۍ او رغونکې' یادې کړې.

د چین ولسمشر بیا ویلي، روسیې سره په لاسلیک شویو هوکړو کې یوه هغه یې د پیکینګ او مسکو ترمنځ د همکارۍ 'د نوي څپرکي' ده.

شي جین پینګ له پوتین سره تر خبرو وروسته پرون د مارچ په ۲۱مه وویل: "مونږ د ستراتیژیکې ملګرتیا او دوه اړخیزړ اړیکو د پیاوړتیا یوه اعلامیه لاسلیک کړه، هغه اړیکې چې د ده په وینا نوي پړاو ته داخلېږي."

د روسیې او چین ولسمشرانو د ستراتیژیکې همکارۍ یو لړ سندونه لاسلیک کړل.
د روسیې او چین ولسمشرانو د ستراتیژیکې همکارۍ یو لړ سندونه لاسلیک کړل.

روسیې او چین د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له یرغل څو اونۍ وړاندې د ' نامحدوده ملګرتیا' تړون هم لاسلیک کړ.

دا تړون پیکنیګ ته د ولادمیر پوتین د هغه سفر پر مهال لاسلیک شو چې د المپیکي لوبو پرانیستې ته ورغلی و.

د چین ولسمشر د اوکراین د جګړې په اړه هم خپل دریځ روښانه کړ او وې ویل، هېواد یې د دغې جګړې د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.

شي جین پینګ وویل، چین د اوکراین د جګړې په تړاو بې پلوه دریځ لري او تل د سولې او ډیالوګ پلوي کوي.

شي جین پینګ مسکو ته تر سفر مخکې د اوکراین او روسیې ترمنځ جوړجاړي ته د سولې یو پلان هم وړاندیز کړی چې اوکراین کې اوربند هم په کې شامل دی.

لوېدیځو هېوادونو د چین دغه پلان رد کړی او چین یې د روسیې په پلوی تورن کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چین د دغې جګړې په تړاو بې طرفانه دریځ نه لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

مسکو ته د چین د ولسمشر د سفر پر مهال د سپیني ماڼۍ چارواکو وویل، دوی اندېښنه لري چې ممکن چین روسیې ته وژونکې وسلې ورکړي.

جان کربي هم خبریالانو ته ویلي، د روسیې او چین د ولسمشرانو د ملاقات پر مهال دا ښکاره معلومېده چې پوتین هیله لري چین ورته وژونکې وسلې ورکړي.

سپینه ماڼۍ وایي، دوی د دې لپاره په اوکراین کې د اوربند لپاره د چین وړاندیز رد کړ چې په خبره یې دا اوربند به مسکو ته فرصت ورکړي چې د خپلو جنګي سرچینو تشې ډکې کړي.

دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، داسې شواهد نه شته چې وښيي چین مسکو ته درنې وسلې ورکوي.

XS
SM
MD
LG