د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ملاهبت‌الله اخندزاده له دندو د طالب چارواکو د زامنو ګوښه کولو امر کړی


د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده، د دوی د رییس الوزرا مرستیال ملابرادر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده، د دوی د رییس الوزرا مرستیال ملابرادر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

طالب چارواکي وايي، د دوی په یو شمېر حکومتي ادارو کې د رییسانو تر کچې د طالب چارواکو زامن دندې مخته وړي چې د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د نوي فرمان پر بنسټ به له دندو ګوښه شي.

طالب چارواکي مني چې په یو شمېر حکومتي ادارو کې طالب چارواکو خپل زامن په دندو ګمارلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروسته تر دې چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله په یوه فرمان کې له حکومتي ادارو د طالب چارواکو د بچیانو د منفکۍ حکم وکړ نن ازادي راډیو ته وویل، ډېرې کم شمېر ادارې شته چې دا ډول ګمارنې په کې شوې دي.

مجاهد که څه هم د دې ادارو نومونه وانه‌خیستل او دا یې هم ونه ویل چې د کومو طالب چارواکو له‌خوا په کې خپل زامن په لوړو پوسټونو ګمارل شوي، خو دا یې روښانه کړه چې د رییسانو او له هغې په ښکته پوسټونو د ځینو طالب مشرانو بچیان دندې مخته وړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "ډېرې هم نه‌دي، محدودي دي، خو د دې لپاره چې زیاتې نه‌شي د مخنیوي لپاره یې داسې یو فرمان راغی. هغه معلومات چې موږ لرو په محدود شمېر کې داسې څه کارونه شوي دي."

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله پرون له دولتي په حکومتي ادارو کې د مسوولانو له لوري په دندو د خپلو بجیانو د ګمارلو د منفکولو حکم وکړ.

د اخندزاده په فرمان کې لیکل شوي: "ټولو وزارتونو، ریاستونو او خپلواکو ادارو کې دې د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ چا ته دنده نه ورکول کېږي."

موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو حکومت په عدلیې وزارت کې د ګمارنو یو نوملړ خپور شو چې په کې ادعا شوې وه چې د دې وزارت د سرپرست عبدالحکیم شرعي له‌خوا په ۱۸ لوړو پوسټونو د خپلې کورنۍ غړي ګمارل شوي دي.

خو د طالبانو د عدلیې وزارت له ویاند عبدالحمید جهادیار ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې، دا ادعا رد کړه.

د دې تر خوا د طالبانو په اوسني حکومت کې یو شمېر وزیران او نور چارواکي سره کورنۍ اړیکه لري.

موده وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منصوب یو غږیز پیغام په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو چې هغه په کې د طالبانو اوسنی رژیم حکومت نه‌، بلکې د خپلوۍ او انډیوالۍ نظام بولي.

هغه په دې غږیز کلیپ چې د ثبت او ځای کره نېټه یې معلومه نه‌ وه ویلي وو چې ټولو ادارو کې ګمارنې د شخصي اړیکو او پېژندګلوۍ پر بنسټ کېږي.

مخکې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر کارکوونکو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې، دا انتقاد کړی و، چې دوی له دندو ګوښه او پر خای طالبانو خپل کسان، چې هېڅ ډول مسلکي تجربه نه لري په کار ګمارلي دي او نوې مقررۍ هم د تخصص او تجربې پر بنسټ نه د اړیکو پر بنسټ کېږي.

اوس پوښتنه دا ده، داسې مهال چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده او ځینو نورو طالب چارواکو ترمنځ د اختلاف راپورونه ورکول کېږي، د طالبانو د مشر دا فرمان د اصلاحاتو لپاره دی او که د خپلو نظري مخالفانو د تصفیې لپاره؟

شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی همدا پوښتنه ځوابوي.

شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی
شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی

هغه وویل: "ممکن د دې تر شا چې اوس یې بیا دا فرمان صادر کړی دی، خاص اشخاص هم کېدلای شي، خو په مجموع کې دا ډول فرمانونه بهتره دي. دا جلا خبره ده که د چا ورور یا زوی نه مقررېږي، د هغه پر ځای به بل کوم طالب مقررېږي چې کومه مسلکي تجربه به نه‌لري."

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، دوی په ډېرو حکومتي ادارو کې مسلکي بستونه هم د خپلې ډلې کسانو ته ورکړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG