د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

راپور: د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې دوه برابره زیاتې شوي


په بلخ کې تېره اوونۍ د تبیان په فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله یو خبریال او د یوې رسنۍ کارکوونکی ووژل شو او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په بلخ کې تېره اوونۍ د تبیان په فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله یو خبریال او د یوې رسنۍ کارکوونکی ووژل شو او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتې شوي.

۱۴۰۱ لمریز کال د خبریالانو لپاره ښه کال نه و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کب ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د دغه راپور پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۰ کال د خبریالانو پر وړاندې ۱۱۷ د تاوتریخوالي او رسنیزو قوانینو څخه د سرغړونې پېښې ثبت شوې وې چې روان ۱۴۰۱ کال کې دغه ګراف دوه برابر لوړ شوی.

د خبریالانو مرکز ویلي، په داسې حال کې چې تېر کال څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو، خو دا بیا په روان کال کې یوې پېښې ته راښکته شوې وه.

د مرکز په خبره، په ۱۴۰۱ کال کې په بلخ ولایت کې د خبریالانو په یوې غونډې کې چاودنې یو خبریال او د رسنیو یو کارکوونکی وواژه او ۱۹ نور خبریالان یې ټپیان کړل.

مخکې بیا دغه مرکز ویلي وو چې په یاده پېښه کې د افغان غږ 'اوا' په نوم د خبري اژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په دغه کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لامل د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې دي.

یاد مرکز د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې چې ټولو رسنیزو قوانینو ته درناوی وکړي او د بیان ازادۍ په برخه کې دې خپلې ژمنې پوره کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان بیا روان وضعیت د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې خواشینونکی بولي.

ځینې افغان خبریالان چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نومونه په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

موږ چې کله په یو راپور باندې کار کوو او غواړو له چارواکو نظر واخلو په یو او بل مو سپاري، هغه مواد چې تاته اړتیا وي نه درکول کېږي.

یوه خبریال وویل: "په افغانستان کې ژورنالیستیک فعالیت اوس ډېر ستونزمن شوی او هغه څوک چې خبریالي کوي هغه به سانسور سره هم مخ کېږي. موږ چې کله په یو راپور باندې کار کوو او غواړو له چارواکو نظر واخلو په یو او بل مو سپاري، هغه مواد چې تاته اړتیا وي نه درکول کېږي."

دغه راز یو بل خبریال وايي: "په افغانستان د پخوا په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی کم شوی دی. د خبریالانو په کاري ساحه کې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي. په ولایتونو کې لا هم ډېره خبریالان معلومات ته لاسرسی نه لري، د ځینو راپورنو له خپرېدو وروسته بیا خبریالان تر پوښتنو لاندې نیول کېږي."

د طالبانو حکومت بیا د خبریالانو مرکز وروستی راپور له حقیقته لرې ګڼي او وايي چې دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
کله کله معلومات نیمګړي وي یا کامل نه وي، خو په ټوله کې همکاري مو ټینګه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دغه راپور زه نه تاییدوم چې دومره پېښې دې په دغه کال کې شوي وي او هغه ډول چې دوی تعبیر کړي. اسلامي امارات او اطلاعاتو فرهنګ وزارت له رسنیو سره همکار پاتې شوی دی. له رسنیو سره همکاري زموږ دنده ده، خو کله کله معلومات نیمګړي وي یا کامل نه وي، خو په ټوله کې همکاري مو ټینګه ده."

که څه هم د افغانستان ټول مخکېني قوانین د طالبانو له واکمنېدو وروسته باطل شوي، خو د کب ۲۷مه د افغانستان په کلنۍ کې د خبریال د ورځې په توګه ثبت ده او طالبان هم دا ورځ د خبریال د ورځې په توګه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG