د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

جو بايډن 'کيف' او 'وارسا' ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه


جو بايډن په پولنډ کې
جو بايډن په پولنډ کې

سبا پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل ټیک یو کال پوره کېږي، خو دغه جګړه د مسکو لپاره له کومې بریا پرته همداسې دوام لري.

د اوکراین د ختیځ او جنوب ځینې سیمې د روسي او اوکرایني ځواکونو د جګړې شاهدې وې چې اکثره وخت یې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړوله.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر په ګډون د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر مشران کیف ته تللي او اوکراین ته یې له خپله اړخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

"موږ اوکراین سره مهمې امنیتي همکارۍ کړي دي.

جوبایډن کیف او وارسا ته د خپل څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ د ناټو د ختیځې حوزې سرمشریزې ته په وینا کې، چې د پولنډ پلازمېنې وارسا کې جوړه شوې وه، وویل د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکوي.

نوموړي وويل: "موږ اوکراین سره مهمې امنیتي همکارۍ کړي دي. هلته مو له ملیونونه بې‌ځایه شویو سره مرسته کړې ده. موږ همکاري کړي څو ډاډمن شو چې اوکراینیان اساسي خدمتونو ته لاس‌رسی ولري. موږ به ټول په ګډه د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو چې له خپلې ازادۍ دفاع وکړي."

پولنډ کې د جو بايډن هرکلی
پولنډ کې د جو بايډن هرکلی

پر اوکراین د روسیې د جګړې د یو کلنۍ په درشل کې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو یوه مسول ویلي، د جګړې له پيله تر اوسه له اتو زرو ډېر ملکي اوکراینیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، اوکراین کې جګړې له ۱۳ زرو ډېر کسان ټپيان کړي هم دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک په یوه نوي راپور کې ویلي چې، دوی هره ورځ اوکراین کې د بشري حقونو د ښکاره نقض شاهدان دي.

د اوکراین جګړې پر ملکیانو سربېره د دغه هېواد او روسیې پوځیانو ته هم درانه تلفات اړولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دوه میاشتې وړاندې تایید کړه چې د جګړې له پیله یې له ۱۳ زرو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

بل لور ته نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی چې، د اوکراین د جګړې له پيله د روسیې نژدې دوه لکه سرتېري وژل او ټپیان شوي دي.

د نیویارک ټایمز په خبره، دغه روسي سرتېري د خپل ولسمشر ولادمیر پوتین د ناسمې محاسبې له کبله مړه او ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، تېر یوه کال کې د اوکراین شاوخوا اته ملیونه وګړي نورو اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د دغې جګړې له کبله د اوکراین دننه هم شاوخوا شپږ ملیونه کسان بې‌ځایه شوي.

هغه جګړه چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا کې په لوی ناورین بدله شوې او د پای ته رسېدو څرک یې هم نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG