د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

یو شمېر افغانان: د طالبانو ناسمو کړنو ځوانان تېښتې ته مجبوره کړي


ارشیف: افغان پناه غوښوتونکي هڅه کوي څو له ترکیې څخه په داسې ستونزمنو او مرګوني لارو یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
ارشیف: افغان پناه غوښوتونکي هڅه کوي څو له ترکیې څخه په داسې ستونزمنو او مرګوني لارو یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

هغه کورنۍ چې ۲۲ کلن ځوان یې اروپا ته په ناقانونه لارو د تګ پر مهال وژل شوی، وايي چې واکمن نظام د خپلو ناسمو کړنو له امله ځوانان له هېواده تېښتې ته مجبوره کړي.

د ۲۲ کلن عبدالله تره چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي وايي، وراره یې له ښوونځي نه تر فارغېدو وروسته په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو د رسېدلو په نیت روان شو.

د هغه په خبره، له افغانستانه تر ایرانه پورې پرته له کومې ستونزې ولاړ، خو د عبدالله سختې ورځې له ایرانه پیل شوې.

د نوموړي په خبره کله چې عبدالله د ترکیې پولې ته رسېږي د هغه هېواد پولیس یې نیسي پښې او لاسونه یې په وهلو ورماتوي.

هغه زیاتوي: "یوازې عبدالله نه و چې په شهادت رسېدلی و، د ده دوه نور ملګري هم په شهادت رسېدلي وو او په ډېرې بې رحمۍ سره یې وهلي او ډبولی وو، د چا یې لاسونه او پښې ورماتې کړې وې او د چا یې د لاسونو ګوتې ورماتې کړې وې. دوی یې په مرمۍ نه وو وژلي بلکې دوی د اوسپنې په سیخانو باندې وهلي وو. کله چې موږ د عبدالله جسد ولیده سخت یې وهلی و، پښتۍ یې ورته ماتې کړې وې چې دا انساني عمل نه دی."

د عبدالله تره وايي، هغه مهال چې د نوموړي جنازې پسې ګرځېده، ویې لیدل، چې د نوموړي په څېر په لسګونه نور افغان ځوانان هم چې کورنۍ یې ترې خبرې نه وې، مړه پراته وو.

د ده په خبره، واکمن نظام باید خپلۍ حکومتولۍ کې بدلون راولي چې ځوانان له افغانستانه وتلو ته زړه ښه نه کړي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته ډېری افغانان په ځانګړي ډول ځوانان، په دغه هېواد کې د بېکارۍ، بېوزلۍ او د طالبانو د حکومت له خوا د لګولو شویو محدودیتونو له امله د یو سم ژوند په لټه له دغه هېواد په قانوني او غیرقانوني لارو وتلي دي چې ډېری یې په ناقانونه لارو تللي او د سفر پر مهال نیول شويو شکنجه شوي او ان مړه او وژل شوي دي.

تازه د بلغاریا پولیسو پرون جمعه په یو لارۍ ډوله موټر کې د پلټڼې پر مهال د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو مړي موندلي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې ټول مړه شوي پناه غوښتونکي د افغانستان وګړي وو.

ارشیف: له ترکیې څخه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له ترکیې څخه ایستل شوي افغان کډوال

دا چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې له افغانستان د تللو افغانانو کره شمېر څومره ده، د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یې په اړه څه اړه څه نه وايي.

خو دغه وزارت له ایران او پاکستان نه د راستانه شویو افغانانو شمېر له ازادي راډیو سره شریک کړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل: "د جنوري له اول تاریخ تر اوسه پورې شاوخوا ۸۵ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې ډېره برخه په خپله خوښه راغلي، خو یوه بله برخه چې په اجباري ډول له ایران نه راایستل شوي د هغوي شمېر شاخوا ۳۵ زرو ته رسېږي."

پاکستان، ایران ترکیه هغه هیوادونه دي چې د ناقانونه افغانانو د ورتګ او هلته ورسره د ناوړه چلند په اړه خبرونه ډېر خپرېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر ځله په دغه لارو د مړو شویو او وژل شویو نومونه خپاره شوي او یا یې هم کورنیو او خپلوانو د لادرکه کېدو اعلانونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG