د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په افغانستان کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له کبله له ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي


ارشیف: په غزني کې په واورې پوښل شوې یوه سیمه
ارشیف: په غزني کې په واورې پوښل شوې یوه سیمه

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي دي.

د یاد وزارت د رسنیو او عامه اړیکو رییس شفیع الله رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واورې د ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.

نظیف الله د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په بېلابېلو لویو لارو باروړنکی موټر چلوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله لویي لارې تړل شوي او د دوی ستونزې هم ډېرې شوي دي.

دی شکایت کوي چې د لارو پاکولو چارې ډېرې پڅې دي او له همدې امله موټر چلونکي او مسافر په ساعتونو ساعتونو په لویو لارو کې پاتې کېږي.

هغه زیاته کړه: "زه د بدخشان، مزار، اقینې او حیرتان په لارو کې کار کوم، موږ ډېرې ستونزې لرو، واورې ډېرې وي، په ساعتونو ان په ورځو په لارو کې پاتې کېږو، د لارو د پاکولو چارې ډېرې پڅې دي."

د کابل یو بل اوسېدونکی مصور چې تازه له غزني را ستون شوی، ازادي راډيو ته یې وویل: "غزني ته تللی وم، لاره بنده وه او ډېرې ستونزې وي، موږ تقریباً درې که درې نیم ساعته په لارو کې بند پاتې شوي وو. موږ له حکومت غواړو چې د لارو پاکولو ته پاملرنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د سېلابونو او د واورې د ورښتونو خبر تاییدوي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د سړې هوا، واورو، بارانونو او سېلابونو له امله ۱۸۰ تنه مړه،۸۰ تنه ټپیان او ۸۰ زره څاروي تلف شوي دي.

ارشیف: په نورستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
ارشیف: په نورستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

د دغه وزارت د رسنیو او عامه اړیکو رییس شفیع الله رحیمي ازادي راډیو ته په یو لېږلي ویډيويي پیغام کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سختې واورې او سېلابونو په اړه ویلي: "موږ په ۲۰ ولایتونو کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واورې ورېدو، واورې ښویدنو او سېلابونو شاهدان یوو. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې مواصلاتي لارې بندې دي او له بده مرغه مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي."

نوموړي دغه شان ویلي چې د بدخشان په راغستان ولسوالي کې د واورې ښویدنې له امله یو تن مړ شوی او په بادغیس، کونړ، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت په خبره د سختې واورې ورېدلو له امله د کابل ـ غرني لاره د څه موده لپاره تړل شوې هم وه، مرکز سره بیا د ۹ ولسوالیو لارې تړل شوي، خو د بهارک او فیض اباد لاره اوس پرانیستل شوې ده.

په ورته وخت کې د فاریاب له مرکز سره د پنځو ولسوالیو لارې، د بغلان له مرکز سره د دوو ولسوالیو لارې او د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ لاره هم تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله د تلف شویو څاریو شمېر له ۲۲۵ زرو زیات ښيي.

هغه وویل: "په سږني ژمي کې په افغانستان کې د سړې هوا او بارانونو له امله ۲۳۷۲۰۰ بېلابېل څاروي تلف شوي چې ۱۹ زره ۱۴۵ غواګانې، ۱۲۱ زره ۹۵۵ پسونه او ۸۳ زره او ۹۰۲ وزې شاملې دي."

نوموړی وايي، نور حیوانات لکه اسونه او مرکبونه هم تلف شوي دي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا او وروستیو اورښتونو له امله د رامنځته شویو ستونزو او تلفاتو په اړه د طالبانو حکومت بېلابېلې ادارې په داسې حال کې مختلفې څرګندونې کوي چې د مواصلاتي لارو له بندېدو سربېره ګڼ شمېر خلک د کافي خوړو او سوڼ توکو له کموالي سره هم مخ دي.

دوی له نړیوالې ټولنې او مرستندویو بنسټونو غواړي چې په دې سوړ ژمي کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په تېره کې دې موضوع ته د اندېښنې په څرګندونو سره، اړمنو خلکو ته د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG