د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ځینې کارپوهان: افغانستان اوسمهال د امریکا د لومړیتوبونو له لېسته وتلی


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغانستان اوسمهال د امریکا د لومړیتوبونو له لېست څخه وتلی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن پرون د خپل هېواد کانګرس ته وینا وکړه.

د ولسمشر بایډن د وینا تمرکز د امریکا په کورنیو مسایلو او د هغه پر کار او لاسته راوړنو او په بهرني سیاست کې یې د اوکراین د جګړې او چین په اړه وې.

د امریکا ولسمشر پرون کانګرس کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: "د پوتین جګړه چې د انرژۍ او خوراکی توکو رسول یې ګډوډ کړي، یوه نړیواله ستونزه ده، خو موږ د نورو خلکو په پرتله په ښه وضعیت کې یو."

بایډن دا هم وویل، امریکا یوازینی هېواد ده چې له هر ډول بحران څخه په بریالیتوب سره راوتې ده.

کانګرېس ته په وینا کې جو بایډن د افغانستان په اړه څه ونه ویل.

د نوموړي په وينا کې د افغانستان د مسايلو نه شاملول، د ځينو امريکايي سياستوالو او افغان سياسي او پوځي کارپوهانو له غبرګون سره مخ شوي دي.

لینډسي ګراهام چې د متحده ایالاتو یو مشهور سناتور دی، په خپل ټویټر کې لیکلي چې ولسمشر بایډن افغانستان هېر کړی دی، خو ګراهام ډاډ ورکړی چې نړۍ افغانستان نه دی هېر کړی.

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام
امریکايي سناتور لینډسي ګراهام

هغه زیاته کړې: "د امریکا متحدان لا هم له افغانستانه د ناڅاپه وتلو له امله ځورېږي. دا چې اوس د افغانستان په اړه یوه کلیمه هم نه ویل کېږي چې زما دښمنو ترهګرو ته جرئت ورکوي."

په ورته وخت کې افغان سیاسي او پوځي کارپوهان د جو بایډن پرونۍ وینا د هغه د ټاکنیز کمپاین پیل بولي او زیاتوي چې د افغانستان جګړه د بایډن د لاسته راوړنو په لېست کې نه شي راتللای.

د دوی په وینا همدا لامل دی چې نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه ویلو ته څه نه درلودل.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "جو بایډن په دې وینا کې د خپلو بریاوو یادونه وکړه، خو افغانستان د جو بایډن په بریالیتوبونو کې نه دی."

طارق فرهادي
طارق فرهادي

د سیاسي چارو کارپوه داود مایار هم ورته نظر لري.

مایار وویل: "امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه وکړه او له مالي او ځاني اړخه باید ووایم چې دا جګړه د امریکا لپاره ډېره ګرانه تمامه شوه. زما په اند دا د دوی په کړنو کې یو منفي ټکی دی، یعنې د دوی په نظر ښایي دا به عاقلانه نه وه چې بایډن د افغانستان یادونه وکړي، هغه هم د داسې یوې مسئلې چې د دوی په کړنو کې یو منفي ټکی وي."

خو د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وایي، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې امریکا ته لومړیتوب نه لري.

ندیم وویل: "د امریکا متحده ایالات په سیمه او افغانستان کې خپلې ګټې لري، خو لومړیتوب ورته نه لري، خو دا چې افغانستان په یو مهم جرافیايي موقعیت کې دی او دوی په کې ګټې لري، بیا هم لېوالتیا په کې لري."

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو له تړون لاسلیک کېدو او د جمهوري حکومت له سقوط وروسته زرګونه افغانان خواره واره شوي، د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو د شمېرو له مخې اقتصادي بحران میلیونونه افغانان ځپلي، کاري فرصتونه کم شوي او خلک له امنیتي ننګونو سره هم مخ دي.

همدا ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ښځې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ډېرو حقونو محرومې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG