د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ايران کې لاريونونه؛ پخوانی ولسمشر محمد خاتمي له اپوزيسيون سره يو ځای شوی


محمد خاتمي
محمد خاتمي

په ایران کې د سیاسي بدلون لپاره د ایران د حکومت د مخالفې څېرې او د پخواني صدراعظم میرحسین موسوي له غوښتنې سره د ایران پخوانی ولسمشر محمد خاتمي هم همغږی شو.

خاتمي پرون په یوه بیان کې چې ایراني رسنیو خپور کړی ویلي، هغه څه چې نن ورځ څرګند دي، د خلکو پراخه نارضایتي ده.

۷۹ کلن خاتمي زیاته کړې، د واکمن نظام د اصلاح او د تېرو او اوسنیو تېروتنو د مخنیوي لپاره هیڅ کومه نښه نه‌شته.

خاتمي چې اصلاح‌پال بلل کېږي او د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، هیله ښودلې چې د عدم تشدد، مدني حرکت به حکومتي سیسټم دې ته اړ کړي چې خپله تګلاره بدله کړي او اصلاحات ومني.

د هغه په خبره ایران او ایرانیان یوه اساسي بدلون ته اړتیا لري او ورته چمتو دي چې بڼه یې د ښځې، ژوند او ازادۍ رښتیني غورځنګ ترسیم کړې ده.

ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

خاتمي دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د ایران د اپوزیسیون مخکښې څېرې میرحسن موسوي د شنبې په ورځ په ایران کې د یوې خپلواکې ټولپوښتنې یا ریفرندم د ترسره کېدو او د نوي اساسي قانون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

اتیا کلن موسوي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خپل کور کې نظر بند دی په یوه بیان کې همدارنګه وویل چې، ایرانیان د ښځې، ژوند او ازادۍ د شعار پر بنسټ د اساسي بدلون غوښتنه کوي.

هغه څه چې د موسوي په خبره د حکومت ضد وروستیو مظاهرو په ترڅ کې یې خلک ډېر شعارونه ورکوي.

په ایران کې پراخ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مهسا امیني په نوم یوه ښځه د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې مړه شوه.

د ایراني چارواکو په وینا نوموړي په دې تور نیول شوې وه چې اسلامي حجاب یې نه و مراعات کړی او د مړینې عامل یې هم د هغې زړه درېدل ښودلي وو.

د بشري حقونو په وینا د دغو مظاهرو په ترڅ کې د ۷۱ ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرګونو نور نیول شوي دي.

تر اوسه یو شمېر معترضانو ته د اعدام سزاوې اورول شوي او پر څو تنو هم د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

په ایران کې روانې مظاهرې په ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو لویې مظاهرې دي چې اسلامي نظام ته یې ستر ګواښ متوجه کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG