د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

مسکو د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


ارشیف: په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې انځور- October 20, 2021
ارشیف: په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې انځور- October 20, 2021

ټاکل شوې ده چې مسکو روانه اونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د روسیې تاس اژانس ته وویل چې د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو د امنیت شورا استازي، همداراز د هند، چین او پاکستان چارواکي به په دې غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د کابلوف په وینا د دغو هېوادونو استازیو ته بلنلیکونه استول شوې دي، خو ده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل چې د طالبانو استازي به هم په کې برخه اخلي که نه.

د طالبانو چارواکو او ویندویانو د ازادي راډیو پرله پسې تماسونو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی چې د مسکو په غونډه کې یې د ګډون لپاره دوی ته بلنه ورکړې که نه.

د سیمې د یو شمېر هېوادونو په څلور اړخیزه مخکنۍ غونډه کې چې پروسږکال د مې په ۲۷مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان لپاره جوړه شوې وه په هغې کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د روسي رسنیو په وینا، امنیت، اقتصاد او د افغانستان بشري وضعیت هغه عمده ټکي دي چې روانه اونۍ به د مسکو په غونډه کې خبرې پرې وشي.

داسې ویل کېږي چې د دې غونډې یوه اساسي موضوع به له هر راز ترهګریز ګواښ څخه د منځنۍ اسیا د خوندیتوب لپاره د سیمې په کچه د همکاریو زیاتول وي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لورې له ترهګریزو احتمالي بریدونو وېره لري.

پروسږکال د ګډو ګټو د همکاریو سازمان په ډسمبر کې غونډه کړې وه او د افغانستان له لورې یې منځنۍ اسیا په لور د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.

د ګډو ګټو د همکارۍ د سازمان په پروسږنۍ غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې د افغانستان له لورې د ګډو ګټو غړیو هېوادونو ته د ترهګرو ګواښ ډېر شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د طالبانو حکومت چې په تېر نږدې یو نیم کال کې د هېڅ هېواد له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی، بیا بیا یې دا خبره کې ده چې دوی نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پرضد برید وشي او یا هم بل هېواد ګواښ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG