د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د خوړو نړيوال پروګرام ارزګان کې له زرګونه کورنيو سره مرستې پيل کړې


ارزګان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مرستې
ارزګان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مرستې

یادې مرستي د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (KRO)په تخنيکي همکارۍ د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې ۵۴۱۸ کورنيو سره وشوې.

د طالبانو ځايي چارواکي وايي، يادې مرستې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په روان ژمي کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

بل‌خوا هغه کورنۍ چې مرستې يې ترلاسه کړي خوشاله دي خو وايي، دا مرستې ورته بسنه نه‌کوي او باید نور کومکونه دې هم ورسره وشي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00
XS
SM
MD
LG