د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

امينه محمد: طالب چارواکي له نړيوالې ټولنې د رسميت پېژندنې غوښتنه کوي


طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وایي، د افغان ښځو په تړاو یې د خبرو په هدف دوه اوونۍ په افغانستان او نورو هېوادونو کې تېرې کړې.

امینه محمد د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې په پنځمه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، له طالب چارواکو سره په لیدو کتو کې یې هڅه وکړه چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غږونه تر هغوی ور ورسوي.

د هغې په خبره، طالبانو یوازنی ټینګار چې درلود دا و چې په رسمیت وپېژندل شي او ملګرو ملتونو کې استازی ولري.

"پوهېږم چې زموږ د معیارونو له‌مخې د رسمیت پېژندنې په برخه کې باید ډېر احتیاط وکړو

اغلې امينې ويلي: "پوهېږم چې زموږ د معیارونو له‌مخې د رسمیت پېژندنې په برخه کې باید ډېر احتیاط وکړو، ځکه لاره ډېره نرۍ او ښوېدونکې ده، که مسایل سم ترلاسه نه‌کړو، ممکن د ښوېدو لامل شي. هغه څه چې موږ یې غړو هېوادونو ته ویلی شو دا دي چې څنګه په راکړې ورکړې سره کولای شو طالبان په نړیواله ټولنه کې ولرو او هغوی معیارونه رعایت کړي."

امینې محمد وویل افغانستان ته د سفر په ترڅ کې یې کابل او کندهار کې له طالب چارواکو او هرات کې له هغو یو شمېر ښځو سره وکتل چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دندې له لاسه ورکړې وې.

طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.

نوموړې وویل، د افغانستان دېرش په سلو کې کاري ځواک ښځې دي او په خبره یې نادولتي مؤسسې د خپلو ښځینه کارکوونکو ځای، چې دا مهال په کورونو کې ناستې دي، نارینه‌و ته نه پرېږدي.

"هغوی د خپلو باورونو پياوړي کولو ته دوام ورکړ

مېرمن محمد د طالبانو د هغې خبرې یادونه هم وکړه چې ورته یې ویلي، غواړي ښځې د لوېدیځ له فرهنګه لرې وساتي.

نوموړې ويلي: "هغوی د خپلو باورونو پياوړي کولو ته دوام ورکړ او هڅه یې وکړه ماته درس راکړي چې بشري معیارونه څه شی دي. زما ځواب همدا و او یادونه مې ورته وکړه چې د بشري حقونو په معیارونو کې د تبعیض له‌منځه وړل هم شامل دي، هغوی چې کوم کارونه کوي، د هرې ښځې او نجلۍ په وړاندې تبعیض دی."

نوموړې وویل، د افغان ښځو او نجونو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېدونکې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې وویل، ډاډه نه‌ده چې طالبان به څه وخت خپلو جدي اقداماتو کې بدلون راولي، خو ټینګار یې وکړ چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه به طالبان وهڅوي چې د نړیوالو غوښتنې ومني.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وروسته تر دې افغانستان ته ولاړه چې طالبانو په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او د نجونو لوړې زده‌کړې یې تر دویم اعلان پورې وځنډولې.

امینه محمد د خبرو په یوه برخه کې وویل، د اسلامي همکاریو سازمان د استازو په ګډون به دوه سیمه‌ییز پلاوي د راتلونکې مارچ میاشتې په نیمایي کې افغانستان ته ولاړ شي او د ښځو د زده‌کړو او کار د حق په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG