د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د کندز سپین زر شرکت ځینې تولیدي فابریکې بېرته فعاله شوي


د کندز شرکت د ځینو فابریکو د بېرته فعالېدو وروسته د هغوی تولیدات بازار ته وړاندې شوي.
د کندز شرکت د ځینو فابریکو د بېرته فعالېدو وروسته د هغوی تولیدات بازار ته وړاندې شوي.

د کندز د سپین زر شرکت ځینې تولیدي فابریکې بېرته فعاله او تولیدات یې بازار ته وړاندې شوي دي.

د کندز د سپین زر شرکت د چارواکو د خبرو له مخې، د غوړیو د تولید پر فابریکې سربېره د کاغذو، د پُنبې د پروسس او د یخ د تولید فابریکې بېرته فعاله شوي دي.

د شرکت عملیاتي او تخنیکي مرستیال انجنیر نائید فرخاري له ازادي راډیو ته سره د خبرو پرمهال وویل، د ځینو فابریکو د فعالېدو ترڅنګ ددغه شرکت د ودانیو ډېرې برخې هم بیارغول شوي دي.

هغه وویل: "په تېر یو کال کې موږ وتوانېدلو د دغه شرکت د غوړیو، د یخ، د پُنبې او د کاغذو د تولید فابریکې ترمیم او بېرته فعاله کړو او ترڅنګ نوې دستګاوې هم په دغه شرکت کې نصب شوي دي. په اوړې کې موږ یخ بازار ته وړاندې کړي وو. اوس د سپین زر شرکت تولیدات لکه غوړې او کاغذ په بازار کې موجود دي او‌ ډېر ژر به د دې شرکت نور تولیدات هم بازار ته وړاندې شي."

فرخاري زیاته کړه، اوسمهال په دغه شرکت کې د مامورینو او کارګرانو په ګډون شااوخوا ۶۰۰ نفر کار او فعالیت کوي.

۲۵ کلن سیدابرار چې له څو کالو راهیسې په سپین زر شرکت کار کوي ډېر خوښ دی چې د دې شرکت ځینې فابریکې بېرته فعاله شوي دي.

د کندز سپین زر شرکت د ځینو فعاله شویو فابریکو تولیدات
د کندز سپین زر شرکت د ځینو فعاله شویو فابریکو تولیدات

هغه وویل: "کار فعلاً جریان لري، د هغه له جملې نه کاغذ تولیدو او غوړ تولیدو. د بیا رغونې کار هم روان دي. موږ په کور کې شپږ نفر یو، یو مقدار معاش چې راکوي په همدې د خپلې ګورنۍ اړتیاوې پوره کوم."

د دې شرکت د پُنبې د پروسس د فابریکې یو کارګر محمدآصف هم ورته نظر لري.

هغه وویل: "دغه د پختې ماشینونه فعاله شوي دي، د غوړیو د تولید ماشینونه فعاله شوي دي او د کاغذو تولید فعاله دي. دا د چګټو ماشین دي دا چګټ د پختې کارخونې څخه راځي او دلته ورڅخه غوړې تولیدېږي او هاخواته یې کنجاړه راوځي."

د یاد ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي د دغه شرکت له چارواکو غوښتنه کوي چې د تولیدات د کمیت پرځای دې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د کندز ښار د کوټه ګرد سیمې یو اوسېدونکي سیدګل هم د سپین زر شرکت د بېرته فعالېدو له امله خوښې څرګندوي.

هغه وايي: "که چېرې دوی خپل تولیدات په مناسب قیمت او ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړي هر څوک د خپل د وطن تولیدات اخلي. موږ ډېر خوښ یو چې دغه شرکت بېرته فعاله شو."

د کندز سپین زر دولتي شرکت
د کندز سپین زر دولتي شرکت

د یادولو وړ ده، د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې هم د سپین زر شرکت د بېرته فعالولو په برخه کې ځينې مثبت ګامونه پورته شوي وو.

د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې له کبله د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل‌یې لوټ او کارکوونکي یې بې‌روزګاره شول.

خو اوس په کندز کې د سپین زر شرکت چارواکي وايي، هڅې پیل کړي چې د دغه شرکت نورې تولیدي څانګې به هم ډېر ژر فعاله شي.

اجمل ارین - کندز

XS
SM
MD
LG