د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

طالبانو په ننګرهار کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې


ارشیف: د افغانستان د قیمتي ډبرو قاچاق په اړه په تېر وخت کې هم راپورونه خپاره شوي دي.
ارشیف: د افغانستان د قیمتي ډبرو قاچاق په اړه په تېر وخت کې هم راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په ننګرهار کې یې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي چې له قاچاق وړونکو څخه یې زر ټنه داسې قیمتي ډبرې نیولي چې په خپل ذات کې یې لیټیوم لري.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست د اوپراتیفي چارو مشر ډاکتر بشیر په ننګرهار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دغو قیمتي ډبرو له ډلې ۲۵۰ ټنه په ننګرهار او پاتې لویه برخه یې په کونړ کې ضبط شوې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې خبر شوي وو چې د د دغو قیمتي ډبرو د قاچاق یو پروګرام روان دی چې قرارداد یې نه دی شوی او په پټه وړل کېږي. نو موږ دوی ته لږ وخت ورکړ څو یې جلال اباد پورې راورسوي څو یې اصلي عاملین ونیسو. پنځه تنه نیول شوي دوه تنه بهرني قاچاقبر چې د چین هېواد اتباع دي او دری افغانان چې زیاتره خریداري هغوی ته ورکوله."

په کابل کې د چین سفارت د قاچاق په تور د خپلو دوو اتباعو د نیول کېدو په تړاو لا څه نه دي ویلي.

چین د سیمې له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګونې لېواله دی او د طالبانو حکومت هم د ځينو پروژو تړونونه ورسره کړي.

د افغانستان د قیمتي ډبرو انځور
د افغانستان د قیمتي ډبرو انځور

په ننګرهار کې رسنیو ته په وینا کې د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت د عوایدو د تنظیم رییس محمد رسول عقاب وویل تېر جمهوري نظام کې ګرانبیه ډبرې کیلو په پنځه افغانۍ پاکستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېده.

هغه وویل کله چې ثابته شوه په دې قیمتي ډبرو کې تر دېرش فیصده لیټیوم موجود دي د دوی حکومت د بیروجو او نورو قیمتي ډبرو په شمول د کانونو استخراج ودراوه.

لیټيوم د مبایلونو، لپ ټاپونو، برقي او هایبریډي موټرو لپاره د بطریو په جوړولو کې کارېږي.

د راپورونو له مخې د افغانستان لیټيوم او ګڼ نور معدني مواد چې په اومه شکل بهر تر ډېره پاکستان ته وړل کېږي له هغه ځایه پروسس او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

سره له دې چې طالبانو ویلي، د قیمتي ډبرو او معدني موادو د قاچاق مخه نیسي، خو د دوی حکومت تورن دی چې بهرنیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ته یې د قیمتي ډبرو، اوسپنو او نورو معدني موادو د قاچاق سم مخنیوی نه دی کړی.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې خپرې او په کې ادعا وشوه چې د افغانستان په کاني او اوسپنو په څېر نورو اومه موادو ډکې لارۍ د پاکستان په لور قاچاق کېږي.

XS
SM
MD
LG