نړۍ
اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز بیا ټینګار کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز یو ځل بیا ټینګار کړی.
د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر پرون وویل چې اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا وړاندیز کړی.
اردوغان د جنوري په ۱۸مه د یوه پوځي هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او څو نورو چارواکو د مړینې له کبله هم له زیلینسکي سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
میلیاردر اندرې بابېش د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې وګټلې

د چک جمهوریت د پخواني صدراعظم په مشرۍ ANO ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
بابېش د اروپا د اوسنیو سیاستونو او له اوکرایین سره د پراخو مرستو مخالف دی.
میلیاردر اندرې بابېش به د حکومت د جوړولو لپاره له یوه بل ګوند سره اییتلاف کوي ځکه په یواځې یې د حکومت د تشکیل لپاره د پارلمان ګټلې څوکۍ بسنه نه کوي.
د راپورونو له مخې ښايي بابېش له ښي اړخي ګوند اس پې ډې سره اییتلاف وکړي هغه ګوند چې سیاستونه یې د اروپا د کډوالو د پالیسیو ضد دي.
د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.
د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.
د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.
د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.
فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.
د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.
په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.
که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.
د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.
د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.
د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.
پاکستان وايي، د غزې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان د اسلامي هېوادونو له طرحې سره توپیر لري

پاکستان وايي د غزې د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر پلان د اسلامي هېوادونو له وړاندیز سره سمون نه لري.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار نن پارلمان ته په وینا کې وویل کوم پلان چې ټرمپ په روانه اونۍ کې اعلان کړ له هغه شل فقره یې طرحې چې سره چې د څو اسلامي هېوادو مشرانو د سپټمبر په ۲۲مه هغه ته وړاندې کړه توپیر لري.
دې ډلې اسلامي هېوادونو ټرمپ ته وړاندیز کړی و، چې اسراییلي ځواکونه باید په بشپړ ډول له غزې څخه وځي په داسې حال کې چې د ټرمپ په اعلان شوې طرح کې د اسراییلو د قسمي وتلو خبره شوې څو په نتیجه کې یې د حماس ډلې له خوا برمته شوي اسراییلي وګړي خوشې شي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکې د ټرمپ د سولې پلان ستایلی و.
پنځه سویسي پولیس ټپیان شوي

د سویس په جنوا ښار کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۵ پولیس ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي اړ شول چې په لاریونوالو یې اوښکی بهوونکی ګاز او اوبه وشیندي.
لاریونوال د غزې د بحري کاروان په ملاتړ راوتلي وو خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې په جنوا کې یې د ټرافیکو بهیر په ټپه ودراوه. پولیسو ادعا کړې چې لاریونوالو شیان غورځول او ملکیتونو ته یې زیان رساوه.
د لاریون کوونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده.
اسراییلي ځواکونو پرون سلګونه هغه فعالان ونیول چې په شاوخوا ۴۰ کښتیو کې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف غزې تړانګې ته نږدې شوي وو.
په نیول شویو کې مشهوره فعاله ګریتا تونبرګ هم شامله ده.
مانچسټر کې د پروني برید عامل د بریتانیا تبع دی، دوه مشکوک کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، منچسټر کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کوونکی سوریایي الاصله بریتانوی دی.
دغه کس پرون پنجشنبه پر دغه عبادتځای برید کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل.
برید کوونکي، چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د عبادتځای مخې ته پر عبادت کوونکو موټر وخيژوه او وروسته یې پر یوه امنیتي ساتونکي د چړې ګزار کړی دی.
پولیس وایي، پيښه ترهګریزه وه او په تړاو یې لږ تر لږه دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
اروپایي ټولنې دغه برید غندلی دی.
د برتانیا په مانچستر ښار کې د یهودانو عبادتځای ته نژدې درې کسان وژل شوي دي

د برتانیا په مانچسټر ښار کې د یهودانو د یوه عبادتځای (کنیسې) مخې ته په ډزو درې کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په وژل شویو کې مشکوک بریدګر هم شامل دی چې پولیسو په ډزو ویشتلی.
د برتانیا پولیسو ویلي چې بریدګر لومړی یوشمېر پلي کسان تر موټر لاندې کړل او بیا یې یو امنیتي ګارډ په چاړه وواهه.
دا پېښه د “کیپور په ورځ” چې د یهودانو په کلیز کې له ډېرو مهمو جشنونو څخه دی شوې ده.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
د اسراییل سفارت په یوه بیان کې د دې پېښې له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مانچسټر له یهودي ټولنو او برتانوي چارواکو سره په تماس کې دی او وضعیت له نژدې څاري.
د اوکراین ولسمشر د روسیې د راتلونکو سرغړونو په اړه اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر نن اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه دا توان لري چې د دې لویې وچې د هر هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کړي.
ولودیمیر زیلینسکي د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، د جګړه ځپلي اوکراین کارپوهان د روسیې د احتمالي سرغړونو د مخنیوي لپاره له اروپايي هېوادونو سره مرستې ته چمتو دي.
ښاغلي زیلینسکي وویل چې که روسیه دا جرات لري چې پر پولنډ توغندويي برید وکړي یا د شمالي اروپا د هېوادو هوايي حریم ته ننوځي، دا کار په بل هر هېواد کې هم کولای شي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې اروپايي مشران که په لویدیځ کې دي که جنوب کې، یوه چټک او اغیزمن غبرګون او داسې یوه دفاعي ځواک ته اړتیا لري چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیولای شي.
اسراییلو د فلسطینيانو د خواخوږو فعالانو کشتۍ د مدیترانې په سمندرګي کې درولې دي

اسراییلي ځواکونو په مدیترانې سمندرګي کې د هغو ګڼو کشتیو مخه نیولې ده چې د بشري مرستو د یوه پروګرام په ترڅ کې غزې ته روانې دي.
هغې خیریه ټولنې چې د غزې له اوسېدونکو سره د خواخوږۍ په پار یې دا پلان جوړ کړی د اسراییلو دا کار غیرقانوني بللی دی او د یونان له حکومت څخه یې غوښتي چې د دې کشتیو د مجموعې امنیت تضمین کړي.
د برتانیا حکومت ویلی چې د اسراییلو د دې اقدام له کبله خورا زیاته اندېښنه لري. د برتانیا د بهرنیوچارو وزارت نن په یو بیان کې وویل چې اسراییلو ته یې دا خبره په ډاګه ویلې ده چې دا مسئله باید په سم ډول حل شي.
اسپانیا د دې اقدام په خاطر د اسراییلو استازی احضار کړ او اسټرالیا له ټولو اړخونو غوښتي دي چې په دې مسئله کې ښکېلو کسانو سره سم چلند وکړي.
اسراییلو ویلي دي چې د فلسطینيانو د خواخوږو فعالانو د کشتۍ سورلۍ به د اروپا ته ډیپورټ کړي.
د دې پلان تنظیموونکو چې په کشتیو کې یې غزې ته د مرستې مواد او دارو درمل بار کړي ویلي چې د دوی نورې کشتۍ لاهم د فلسطیني قلمرو پر لور روانې دي.